د امریکايي خبريال د وژنې قضيه کې پر پاکستان د امريکا فشار
۱۳۹۹ بهمن ۱۱, شنبهد پاکستان د سندهـ صوبې يا آيالت د پاکستان د های کورټ يا سترې محکمې په وړاندې د استيناف غوښتنه وکړه. دغې محکمې حکم کړی و چې احمد عمر شيخ خوشې کړي، چې په دې پرېکړې سره يې د يوې آيالتي محکمې د تېر کال حکم تائيد کړ. شيخ په ۲۰۰۲ کال کې د امريکايي خبريال دانيل پېرل د يرغمل کولو او ورڅخه د سر په پرې کولو د مرګ په حکم محکوم شوی و. خو دغه حکم تېر کال بېرته واخيستل شو.
د پاکستان د سندهـ صوبې عدالت يا محکمه دې نتيجې ته ورسېده چې د قتل پر بنياد د هغه سزا پر غلطو شواهدو او مدارکو ولاړه وه. د مرګ د حکم پر ځای يې د يرغمل نيونې په تور د اوو کالو بند ورکولو پرېکړه وکړه چې د قيد يا بند دغه دوره يې اوس تېره شوې وه.
د «وال سټريت ژورنال» امریکايي ورځپاڼې د ۳۸ کلن خبريال دانيل پېرل وژنې په ټوله نړۍ کې سخت غبرګونونه راپارولي ول. پېرل په پاکستان کې و او غوښتل يې چې د طالبانو تر پرځول کېدو وروسته د ګاونډي هېواد افغانستان په هکله رپوټ ورکړي. خو هغه د پاکستان په کراچۍ ښار کې يرغمل او ووژل شو. عاملينو يې له هغه څخه د سر د پرې کولو يوه ويډيو هم خپره کړې وه.
د بايډن وياندې پر پاکستان فشار راوست
د پاکستان د سترې محکمې تر پریکړې وروسته د متحده آيالاتو چارواکو اوس غوښتنه کړې وه چې څلور واړه محکوم شوي کسان بايد په بند کې پاتې شي. د پېرل کورنۍ هم د هغوی د خوشې کولو په وړاندې اعتراض کړی و. سپينې ماڼۍ د پاکستان د تر ټولو لوړې محکمې د پرېکړې له کبله کرکه ښکاره کړې ده.
د ولسمشر جو بايډن وياندې، جېن پساکي، د خوشې کولو پرېکړه په ټوله نړۍ کې د تروريزم د قربانيانو په وړاندې «توهين» وباله. له دې کبله د متحده آيالاتو حکومت په بېړني ډول د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې خپل حقوقي امکانات په دغه قضيه کې وارزوي او په کار يې واچوي.