امریکا پر ځينو هيوادونو د ويزو شرایط لا سخت کړل
۱۳۹۹ آذر ۶, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د مهاجرت ضد سیاست په برخه کې اوس یو بل ستر بدلون هم راغلی دی. دغه هیواد غواړي چې تر دې وروسته د افغانستان په گډون د ځينو مخ پر وده هیوادونو اتباع د ویزې ترلاسه کولو له پاره ان تر۱۵۰۰۰ ډالرو پوري ضمانت ورکړي.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې ډسمبر میاشتې له ۲۴ نیټې وروسته به دغه قوانین د شپږو میاشتو له پاره عملي بڼه غوره کړي، خو دا لا تراوسه پورې معلومه نه ده چې د امريکا ولسمشرۍ ته انتخاب سوی، جو بایدن به هم دغه کار ته ادامه ورکړي که نه. جو بایدن د راتلونکي کال د جنوري میاشتې پر۲۰مه نیټ د ولسمشرۍ لوړه کوي.
متحده ایالات په دې توګه غواړي چې هغه بهرني اتباع چې د ویزو تر پای ته رسیدو وروسته هم په دې هیواد کې پاتيږي، د همدې ضمانت په پیسو بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته اخراج کړي. په دغو تازه قوانینو کې د افغانستان او ایران په گډون ۲۳ مسلمان میشته هیوادونه شامل دي. د افریقايي هیوادونو په ډله کې سوډان او د کانګو هیوادونو نومونه هم ذکر شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو په دغه تازه اقدام سره د هغو مخ پر وده هیوادونو اتباع شامل نه دي چې امریکا ته د تګ له پاره ویزې ته اړتیا نه لري. سربیره پر دې، د مخ پر ودې هیوادونو محصلین چې متحده ایالاتو ته د تحصیل له پاره سفر کوي، شامل نه دي.