امريکا او اوکراين د طبيعي زيرمو تړون لاسليک کړی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبهامريکا متحده ايالاتو او اوکراين د «بيارغونې د پانګونې» صندوق د جوړولو يو تړون لاسليک کړی دی. دا خبره د چهار شنبې په ورځ په واشنګټن کې دواړو حکومتونو تائيد کړې ده.
د امريکا له لوري لا د تړون په اړه ځانګړي جزيات نه دي ورکړل شوي، خو داسې انګیرل کیږي چې د دې زمينه به برابره کړي چې واشنګټن د اوکراين معدنونو ته لاس رسی ولري، هغه معدنونه چې د تکنالوژۍ د صنعتونو له پاره ډېر مهم دي.
خو د اوکراين مرستيالې صدراعظمې او د اقتصاد وزیرې يوليا سويريدنکو، ويلي دي چې اوکراین به له امريکا سره د تړون په ترڅ کې د خپلو ټولو منرالي زیرمو بشپړ مالکيت له ځانه سره ولري.
اړونده موضوع: کيف غواړي له امريکا سره د معدنونو د تړون په اړه همغږي رامنځته کړي
په دې منځ کې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، د چهارشنبې په ماښام وويل چې په «نظري» توګه دا تړون په دې معنا دی چې امريکا به له هغې ونډې ډېر څه په لاس راوړي چې په اوکراين کې یې اچولې ده.
هغه د دې په زياتولو سره چې نه یې غوښتل له اوکراين سره د امريکا د مرستو په بدل کې د پېسو نه ترلاسه کولو سره «کم عقل» ښکاره شي، وويل: «ما غوښتل چې موږ خوندي واوسو.»
اوکراين به پخپله خاوره کې پر معدنونو کنترول ولري
سويريدنکو، چې په واشنګټن کې یې دغه تړون لاسليک کړ، وویل صندوق به د دواړو هېوادونو له لوري په ګډه اداره کيږي. نوموړې د ايکس په شبکه کې ليکلي: «دا به د اوکراين حکومت ټاکي چې له کومه ځایه څه اخراج شي.»
نوموړې وويل: «يو اړخ به هم يوه غالبه رايه ونه لري – د دواړو ملتونو ترمنځ د مساوي مشارکت انعکاس.»
امريکا: تړون له روسیې سره د «سولې پروسې» ته ژمنتيا ښيي
په دې منځ کې د امريکا د خزانې وزير سکوت بېسنت، وويل چې امريکا دې ته ژمنه ده چې په ۲۰۲۳م کال کې پر اوکراين باندې د روسیې د بشپړ يرغل په پایله کې د پېل شوې جګړې په ختمولو کې مرسته وکړي.
نوموړي وويل: «دا تړون روسیې ته روښانه سګنال ورکوي چې د ترمپ، اداره د سولې یوې داسې پروسې ته ژمنه ده چې په مرکز کې یې په اوږد مهاله توګه يو آزاد، خپلواک او سوکاله اوکراين قرار لري.»
د امريکا د خزانې وزارت په انترنت پاڼه کې ويل شوي دي چې دا اقتصادي مشارکت به دواوړو هېوادونو ته د دې زمينه برابره کړي چې «په ګډه کار او پانګونه وکړي څو زموږ ګډه سرمايه، ظرفيتونه او وړتياوې وکولی شي چې د اوکراین د اقتصاد بيارغونه کړندۍ کړي.»
د عادلانه تاوان غوښتنه
د ۲۰۲۵م کال په جنورۍ کې د واک ترلاسه کولو راهېسې ترمپ، د اوکراين او روسیې ترمنځ د جګړې د ختمولو هڅه کوي خو نوموړي دا شکايت هم درلود چې کيف د ترلاسه شوې پوځي او مالي ملاتړ په بدل کې کافي تاوان نه ورکوي يا کافي تلافي نه کوي، او تينګار یې کاوه چې واشنګټن یې باید په بدل کې ډېر څه ترلاسه کړي.
د خزانې وزير بیسنت، وويل: «ولسمشر ترمپ، غوښتل د امريکايي او اوکرايني ولس ترمنځ له دې مشارکت سره وښيي چې دواړه لوري په اوکراين کې دومدارې سولې او سوکالۍ ته ژمن دي.»
اړونده موضوع: «امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول بند کړي»
نوموړي زياته کړه: «او دا دې هم روښانه وي چې هیڅ کوم دولت او يا کس ته به چې د روسیې د جګړې ماشين یې تمویل کړی او يا یې ورسره مرسته کړې، اجازه ور نه کړل شي چې د اوکراين له بيارغونې ګټه ترلاسه کړي.»
د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی تړون به د اوکراین د پارلمان له لوري تر تصوبيدو وروسته د عملي کيدو وړ وي.
د دې تړون پر سر مذاکرات تر هغه وروسته د ناکاميدو تر بريده رسېدلي ول چې په فیبرورۍ میاشت کې په سپينه ماڼۍ کې د دونالد ترمپ، او د اوکراين د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، ترمنځ د کمرو مخې ته لفظي شخړه رامنځته شوه.