د عصري وسلو په برخه کې امريکا، بريتانيا او استراليا همکاري
۱۴۰۱ فروردین ۱۷, چهارشنبهامريکا متحده ایالاتو، بريتانيا او استراليا د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل ۵) ويلي دي چې د هايپر سونک يا تر غږ چټکو وسلو او د «اليکترونيکي جنګي وړتياو» لرونکو وسلو په برخه کې به همکاري وکړي.
دا اعلان د امريکا د ولسمشر جو بايدن، بريتانيا د لومړي وزير بورس جانسن او استراليا د لومړي وزير سکوت موريسن له خوا د «AUKUS» په نوم نوي ائتلاف په ترڅ کې شوی دی. دغه ائتلاف د تېر ميلادي کال په سپتمبر مياشت کې رامنځته شوی وو.
د دې مشرانو له خوا په ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې درې سره هيوادونه «د نوي درې اړخيز ائتلاف په ترڅ کې د همکارۍ له پېل راهيسې د هايپر سونک ويجاړونکو او د اليکترونيکي جنګي وړتياو لرونکو وسلو په برخه کې د معلوماتو د تبادلې او د دفاعي اختراعاتو د زیاتولو په برخه کې د همکارۍ د لا ژورولو هوډ لري.»
د همکارۍ دا اعلان په داسې يوه وخت کې کيږي چې د پاسيفيک په سيمه کې د چين د زياتيدونکي پوځي نفوذ په اړه د امريکا او متحدينو اندېښنې د زياتيدو په حال کې دي.
په اعلاميه کې زياته شوې: «څرنګه چې پر دې چارو زموږ کار او همدا راز د نورو مهمو دفاعي او امنيتي وړتياو پر لوړولو زموږ همکاري پرمختګ وکړي، نو موږ به هڅه وکړو چې خپل نزدې متحدين هم پکې را شامل کړو.»
هايپر سونک توغندي څه ته وايي؟
هايپر سونک توغندي د غږ تر سرعت هم پنځه چنده چټک سرعت لري. هغوی د بالیستيک ميزايلو په څېر، د اتومي وسلو تر هدف رسولو له پاره هم کارول کيږي.
د باليستيک توغنديو برعکس چې په فضا کې په ډېره لوړه ارتفاع کې پرواز کوي، هايپر سونک يا تر غږ چټک توغندي بيا په فضا کې لږ په کمه ارتفاع کې ډېر چټک پرواز کوي او په دې توګه ډېر ژر خپل هدف ته رسېږي.
يو هايپر سونک توغندی ډېر خوځيدونکی هم دی او په دې توګه یې معلومول او ورڅخه دفاع کول هم ډېر مشکل وي.
امريکا، روسیې، چين او شمالي کوريا تر اوسه د هايپرسونک میزايلونو آزموينې کړي دي. په همدې وروستیو کې مسکو اعلان کړی وو چې په لومړي ځل یې د اوکراين په جګړه کې دا وسله هم کارولې ده.
شمالي کوريا تر غږ چټک توغندي د بريالۍ ازموينې ادعا کوي
د تېر کال په اکتوبر مياشت کې د امريکا متحده ايالاتو د ګډو ځواکونو لوی درستيز جنرال مارک ميلي تائيد کړې وه چې چين هم د هايپر سونک وسلو د سیسټم تجربه ترسره کړې ده.
په دې منځ کې فرانسه، آلمان، استراليا، هند او جاپان هم پر دې ډول وسلو په ډېره چټکۍ سره کار کوي. ايران، اسرائيل او جنوبي کوریا هم د دې تکنالوژۍ په اړه بنسټيزې څېړنې بشپړې کړي دي.
ب. ص/ ن. ز (AFP, AP)
زموږ له آرشيف څخه: