د روسیې ستر برید؛ ترمپ مسکو ته د نوو بندیزونو ګواښ کړی
۱۴۰۴ شهریور ۱۷, دوشنبهد اوکراین په چارو کې د دونالد ترمپ ځانګړي استازي کیت کلاګ پر اوکراین د روسیې وروستي پراخ بریدونه غندلي او ویې ویلې یې دي چې روسیه د تشنج د زیاتولو په حال کې ده. نوموړي په ایکس شبکه کې ولیکل چې دغه بریدونه: «د دې ښکارندویې کوي چې روسیه نه غواړي د دیپلوماتیکې له لارې جګړه پای ته ورسوي.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم د خبریالانو په ځواب کې وویل، تیار دی چې د روسیې د حکومت پر وړاندې نوي بندیزونه وضع کړي. ترمپ په دې اړه نور جزویات نه دي ورکړي.
امریکا متحده ایالات له بندیزونو څخه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه استفاده کوي او هڅه کوي چې په دې توګه پوتین په سوله ایز ډول د اوکراین جګړې پای ته رسولو ته قانع کړي.
په هر حال د امریکا دغه هڅې تر اوسه پورې بې نتیجې پاتې شوي دي او مسکو د کیف پر وړاندې خپل بریدونه جاري ساتلي دي.
هند د روسیې یوازنی شریک دی چې تر اوسه پورې د اوکراین د جګړې په خاطر د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شوی دی. د امریکا د مالیې وزیر سکات بسنت، له «ان بي سي» شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې واشنګټن تیار دی چې پر روسیې فشار زیات کړي، خو په دې برخه کې د خپلو اروپایي شریکانو ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه: «که اروپایي اتحادیه او امریکا لاس په کار شي او لا زیات بندیزونه عملي کړي، د بیلګې په توګه پر هغو هیوادونو تعرفې ولګوي چې د روسیې نفت پيري، د روسیې اقتصاد به په بشپړ ډول وپاشل شي.»
بسنت په دې مرکه کې د دوشنبې (د سپټمبر ۸ نیټه) په ورځ په دې اړه د اروپايې هیوادنو له استازو سره لیدنه کتنه تایید کړه.
له دیپلوماسۍ څخه د ابزارو په توګه استفاده کول
د «اکسپو» او «سي ان ان» خبري شبکو په سپینه ماڼۍ کې د سرچینو په حواله رپوټ ورکړی و چې دونالد ترمپ په دې وروستیو کې په تلیفوني خبرو کې پر اروپایي هیوادونو له روسیې سره د نفتي معاملو له کبله انتقاد کړی و. نوموړي همدارنګه له اروپايي مشرانو څخه غوښتي و چې پر چین فشار وارد کړي «ځکه پيکنګ د روسیې د جګړې مالي ملاتړ کوي.»
د اروپايي اتحادیې شمیرې ښيې چې له روسیې سره د اروپا د نفتي معاملاتو حجم په دې وروستیو کلونو کې ډیر کم شوی، خو په بشپړ ډول نه دی بند شوی.
اروپایي اتحادیې د اوکراین د جګړې له پیلیدو وروسته د روسیې د انرژۍ پر وارداتو پراخ بندیزونه وضع کړل، خو د د پایپ لاين له لارې د نفتو واردول په دغو بندیزونو کې نه دي شامل شوي.
د «دروژبا» په نوم نل لیکه همدا اوس هم له روسیې څخه هنګري او سلواکیا ته نفت انتقالوي.
ترمپ تیره ورځ وویل چې اروپایي مشران به د دوشنبې یا سه شنبې په ورځو کې د اوکراین او روسیې د جګړې پای ته رسولو د حل لارې لټولو په موخه خبرو اترو له پاره متحده ایالاتو ته سفر وکړي، خو دا یې ونه ویل چې له کومو اروپايي مشرانو سره به لیدنه کتنه وکړي.
پر کیف د روسیې بې ساري بریدونه
اروپایي مشرانو په کیف کې د وزیرانو پلاوي پر ودانۍ د روسیې بې ساري بریدونه په سختو ټکو غندلي دي او دا یې مذاکراتو ته دپوتین د نه لیوالتیا نښه بللې ده.
د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین، په یوه وینا کې وویل چې کرملین «یو وار بیا دیپلوماسي په مسخرو نیولې، نړیوال حقونه یې تر پښو لاندې کړي او په بې هدف ډول خلک وژني.»
د اروپایې اتحادیې د شورا رئیس انتونیو کوستا هم وویل: «د پوتین د سولې نسخه دا ده چې د سولې خبرې کوي، خو په ورته وخت کې یې بمباري زیاته کړې ده او د استوګنې او دولتي ودانۍ په نښه کوي.»
دغو دوو لوړپوړو اروپایې چارواکو اعلان وکړ چې د روسیې پر وړاندې د اروپایي اتحادیې د بندیزونو پر نورلسمې بستې کار روان دی او زر به تصویب شي.