د امریکايي عسکرو لمړی ډله کابل ته ورسیدله
۱۴۰۰ مرداد ۲۳, شنبهد امریکا متحده ایالاتو حکومت اعلان کړی ؤ، چي افغانستان ته به په موقتي ډول سره ۳۰۰۰ عسکر ورولیږي. د هغوی وظیفه داده چي د امریکا د سفارت پرسونل او نورو ملکي کسانو د پرواز امنیت خوندي او کومک ورسره وکړي.
بریتانیا هم غواړي، چي کابل ته ۶۰۰ عسکر ولیږي، تر څو د سفارت د پرسونل او نورو محلي کارکوونکو امنیت یې خوندي کړي.
د بلي خوا د جرمني د خارجه وزارت مرستیال، میشاییل روټ په نظر به د اروپا پر اتحادیه او جرمني باندي د افغانستان د حالاتو له کبله د مهاجرینو هجوم ډیر سي. هغه المانۍ ورځپاڼي،«راینشنه پوست» ته ویلي دي، چي « د مهاجرینو تعداد همدا اوس لا په ډراماتیک ډول سره لوړ سوی دی.»
د روټ په خبره به پر ترکیې، ایران او پاکستان باندي هم فشار لوړ او ډیر سي او زيات افغانان به ورمهاجر سي. ځکه نو باید د ترکیې سره په دغه هیواد کي د مهاجرینو د مشکل د حل پخاطر ژر ترژره یو تړون امضأ سي.
آ./م.ق./ا.ا.