ګراهام: یا د لیبیا ماډل یا د ایران د اټومي تاسیساتو بمبار
۱۴۰۳ بهمن ۳۰, سهشنبهد امریکایي قانون جوړونکو یوه ډله د هغې له جملې څخه جمهوري غوښتونکي سناتوران لیندزي ګراهام او جوني ارنست او له دیموکرات سناتورانو څخه شلدون وایت هاوس، ریچارډ بلومنتال، آدام شیف او اندي کیم اسرائیل تللي.
دغه امریکایي پلاوي د دوشنبې (د فیبرورۍ میاشتې ۱۷) په ماښام په تل اویو کې د اسرائیل پوځ په مقر کې د دغه هیواد له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره ولیدل.
امریکایي سناتورانو له دغې لیدنې کنتې وروسته له خبریالانو سره په یوه خبري کنفرانس ګډون وکړ.
لیندزي ګراهام په دې خبري ناسته کې وویل چې په اټومي وسلو سمبال ایران اسرائیل او نړۍ ته یو ویرونکی خوب دی، ځکه عربي هیوادونه هم د اټومي وسلو ترلاسه کولو په هڅه کې دي او د اټومي وسلو رقابت پیل شوی دی.
د امریکا د سنا مجلس دغه لوړپوړي سناتور ټينګار کړی دی چې ایران اټومي وسلو ته د لاسرسي هڅې زیاتې کړي دي او دا د خپلې بقا له پاره «تضیمن» ارزیابي کوي. ګراهام ټینګار وکړ چې د ایران اټومي ارادې به هیڅکله هم عملي نه شي.
ګراهام زیاته کړې ده: «د ایران د اټومي پروګرام په اړه دوه انتخابونه شته؛ یا باید له اسرائیل سره مرسته وشي چې د ایران اټومي تاسیسات بمبار کړي او دې مسیر ته ترجیح ورکوي او یا د مذاکراتو انتخاب دی چې ایراني چارواکي قانع کړای شي چې ایران له خپلو اټومي پروګرامونو څخه تیر شي.
سناتور ګراهام د دویم انتخاب په اړه توضحات ورکړل چې که د ایران حکومت د مذاکراتو لاره غوره کړي باید هغه ته مشخص وخت وټاکل شي. د امریکا د سنا مجلس دغه سناتور «د لیبیا د اټومي بې وسلې کولو ماډل» وړاندیز وکړ چې له دیپلماتیک پلوه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ دی.
ایران له امریکا سره مذاکرات رد کړل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې له «فاکس نیوز» شبکې سره په مرکه کې وویل چې ټول انتخابونه پر میز دي، خو هغه له ایران سره مذاکراتو ته ترجیح ورکوي.
ټرمپ ټینګار وکړ چې پر ایران د اټومي برید پرځای له دغه هیواد سره اټومي موافقې ته رسیدو ته لومړيتوب ورکوي. خو د امریکا د ولسمشر دغه غوښتنه د ایراني چارواکو له مخالفت سره مخامخ شوه.
د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي، د جمعې (د فیبرورۍ ۱۴ نیټه) په ورځ په خپله وینا کې د ایران د هوایي ځواکونو په مخاطب کولو سره، له امریکا سره مذاکرات «غیر عاقلانه، او غیر شرافتمندانه» وبللې.
نوموړي د تیرې اټومي موافقې تجربې ته په اشارې سره ادعا وکړه چې له واشنګټن سره خبرې اترې به هیڅ مشکل حل نه کړي.
خامنه اي، د دوشنبې (د فیبرورۍ ۱۷نیټه) په ورځ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د «دښمن د ټکنالوژیکي تخنیک ګواښونه، د وسلو له ګواښونو څخه» زیات وبلل.