امريکا: پوليس د هګيو د غلو په لټه کې دي
۱۴۰۳ بهمن ۱۸, پنجشنبهد امريکا متحده ايالاتو په پنسلوينيا ايالت کې پوليس د چهارشنبې له ورځې راهېسې د هغه غلو لټون کوي چې څلور ورځې تر مخه یې ۱۰۰۰۰۰ ارګانېک يا عضوي هګۍ غلا کړي دي.
په امريکا کې د مرغانو د والګي په خپريدو سره حکومت بزګران د په سونو زرو چرګانو تلف کولو ته مجبوروي چې دې کار د هګيو بيه د ۲۰۲۳م کال د دوبي په پرتله دوه برابره لوړه کړې ده.
چارواکي: د هګيو د بيو لوړېدل یې له غلا سره اړيکه لري
چارواکي وايي چې دا غلا هم کیدای شي د هګيو د لوړې بیې سره تړاو ولري. د چهار شنبې په ورځ پوليسو ويلي ول چې د پېښې په اړه د هر ډول معلوماتو له پاره د ټولنې پر خلکو تکيه کوي. پوليسو د دې غلا د عاملينو د لټون له پاره د څار د کمرو انځورونه هم ارزولي دي.
اړونده موضوع: کرونا د غلو کاروبار هم خراب کړی
د پنسلوينيا ایالت د پوليسو وياندې مېګن فرازر، وويل: «د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې ما هیڅکله د دومره ډېرو هګيو د غلا نه وو اوريدلي. دا په رښتيا ځانګړې پېښه ده.»
د هګيو بيه تقريباً ۴۰ زره ډالره ده
پوليسو وويل چې دا هګۍ شنبه د شپې د پنسلوينيا د اينترم ښارګوټي د «پيټ اينډ جېري» په نوم د عضوي خوراکي توکو د ويش د شرکت له يوې لارۍ څخه غلا شوي دي.
فريزر، وويل چې د دې هګيو بيه څه نا څه ۴۰ زره ډالره ده معنا دا چې دا د سترو جرمونو په کتار کې راځي.
د «پيټ اينډ جيري» شرکت رسنيو ته ويلي دي چې له قانون پلي کوونکو ادارو سره په شريکه د دې قضيې د حل کولو هڅه کوي.
په امريکا کې د ۲۰۲۴م کال تر پای پورې د دولسو هګيو اوسط بيه ۴،۱۵ ډالر وه چې دا د ۲۰۲۳م کال په دوبي کې د هګيو له بيې څخه دوه برابره ډېره ده.
د امريکا د کرهنې ادارې وړاندوېنه کړې ده چې د کمښت له کبله به د هګيو بيه په روان ميلادي کال کې ښايي ۲۰ سلنه لوړه شي.
زموږ له آرشيف څخه: