رپوټ: د امريکا پوځ تېر کال په نړۍ کې ۲۳ ملکيان وژلي
۱۴۰۰ خرداد ۱۳, پنجشنبهد امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جون ۲) په يوه رپوټ کې ويلي دي چې دغه تلفات په عراق، افغانستان، سوماليا، يمن او نايجيريا کې د عملياتو په ترڅ کې اوښتي دي.
په دې رپوټ کې زياته شوې ده چې «د دفاع وزارت د ارزونې او اټکل پر اساس په ۲۰۲۰م کال کې د امريکا د پوځي عملياتو پر وخت تقریباً ۲۳ ملکيان وژل شوي او لس ټپيان شوي دي.»
دا کلنی رپوټ چې ځيني برخې یې آن محرمې دي، له ۲۰۱۸م کال راهيسې د کانګرس له خوا غوښتل کيږي.
د رپوټ په هغه برخه کي چې خپره شوې ده، راغلي دي چې زياتره ملکي تلفات په افغانستان کې اوښتي دي چېرې چې د پنتاګون په حواله شل عام افغانان د دوی د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
همدا راز د ۲۰۲۰م کال په فيبرورۍ میاشت کې يو ملکي کس په سوماليا او يو بل په مارچ مياشت کې په عراق کې وژل شوی دی. د رپوټ په عامه کړل شوې برخه کې دا نه ده په ډاګه شوې چې نور ملکيان کله او څنګه وژل شوي دي.
رپوټ زياتوي، که څه هم چې کانګرس په ۲۰۲۰م کال کې پنتاګون ته درې میليونه ډالر د دغه ملکي قربانيانو کورنيو ته د تاوان له پاره ځانګړې کړې وې، خو دغه کورنيو هیڅ ډول غرامت يا تاوان نه دی ترلاسه کړی.
خو غير دولتي موسسې د ملکي تلفاتو شميره د نړۍ په هغو سيمو کې چې د امريکا پوځ پکې فعاليت کوي په خپلو منظمو رپوټونو کې ډېره لوړه ښيي.
د « Airwars» په نوم غير دولتي موسسې چې يوازې د هوايي بريدونو د قربانيانو شميرې راټولوي، ويلي چې د دوی ډېر محافظه کاره اټکلونه ښيي چې په ټوله نړۍ کې د امريکا متحده ایالاتو په پوځي عملياتو کې ۱۰۲ ملکيان وژل شوي دي. دا شمير د پنتاګون د رسمي شمیرو په پرتله پنځه چنده لوړ دی.
د «Airwars» موسسې په خبره په افغانستان کې د امريکا سياسي دفتر «يوناما» په دغه هيواد کې د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په عملياتو کې د ۸۹ کسانو د وژل کيدو او ۳۱ د ټپي کيدو خبر ورکوي.په يمن کي هوايي بريد تر ۱۰۰زيات کسان وژلي دي
د دغه او نورو موسسو د اټکلونو پر اساس په سوماليا کې چې پنتاګون يوازې د يوه ملکي وژل تائيدوي، د امريکا د پوځ په عملياتو کې ۷ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په سوريه او عراق کې بيا سيمه ایزې سرچینې د شپږو ملکيانو د وژل کيدو خبره ه کوي.
د «American Civil Liberties Union» يا د «امريکا د مدني آزاديو اتحادیې» په نوم غېر دولتي موسسې څخه حنا شمسي وايي: «دا روښانه ده چې د ملکي تلفاتو په اړه د دفاع وزارت پلټنې، تائيد او اعتراف ناکافي دي.»
شمسي چې د دغي موسسې د ملي امنيت د پروژې مشرې کوي، زياتوي: «دا ډېره د پام وړ ده چې په ۲۰۲۰م کال کې د دفاع وزارت اغیزمنو ملکيانو او کورنيو ته د تاوان د ورکړې هیڅ وړاندیز نه دی کړی، په داسې حال کې چې د کانګرس له خوا ورته بودجه په اختيار کې ور کړل شوې وه.»
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه: