امريکا يو پاکستانی د ايران د وسلو د قاچاق په تور مجرم بللی
۱۴۰۴ خرداد ۱۶, جمعهيو پاکستانى وګړی، چې تېر کال د امريکايي سمندري ځانګړو ځواکونو لخوا د سوماليا ساحل ته نېږدې د يوې بېړۍ د چاپې پر مهال نيول شوی و، د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو په یوه فدرالي محکمه کې له ایران څخه یمن ته د وسلو د قاچاق په تور مجرم وپېژندل شو.
د معلوماتو له مخې محمد پهلوان، چې ۴۹ کاله عمر لري، له هغو څلورو کسانو څخه و چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې په ترڅ کې د امریکا د سمندري ځواکونو په چاپه کې نيول شوی و. په دغه عملياتو کې دوه امريکايي ځانګړي سرتېري وژل شوي وو.
د امریکا متحده ایالاتو په ويرجينيا کې يوې فدرالي جرګې محمد پهلوان له ترهګرو سره د مرستې، د ايران د تخریبې وسلو د پروګرام د ملاتړ، د چاودېدونکو توکو د لېږد د توطئې او نورو جرمونو په تور مجرم وپيژانده.
پهلوان ته به د روان میلادي کال د سپتمبر پر ۲۲مه د بند سزا اورول کېږي، چې د ځينو جدي تورونو له مخې تر ۲۰ کلونو پورې بند سزا ورته اورېدلی شي.
د محکمې اسناد ښيي چې پهلوان له دوو ايراني وروڼو سره چې د ايران د اسلامي انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران سره اړيکې لري، دوی يو ځای کار کاوه څو له ايران څخه يمن کې حوثي ياغيانو ته وسلې قاچاق کړي.
زیاته شوې چې نوموړی د هغې بېړۍ چلوونکی وو، چې پرې د امريکايي ځانګړو ځواکونو غړو چاپه ووهله. د محکمې د اسنادو سره سم، له دغې بېړۍ نه د ايران جوړ بليستيک توغندي او د کښتيو ضد کروز توغنديو پرزې وموندل شوې، کومې چې حوثيانو د تجارتي بېړيو او امريکايي پوځي هدفونو باندې د بريد له پاره کارولې.
حوثي ياغيان چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د يمن پراخې سیمې تر کنترول لاندې لري، د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهيسې يې د سور سمندر او عدن خلیج کې پر بېړيو بريدونه پيل کړي دي. حوثي یاغیانو دا بريدونه يې د اسرائيل او حماس تر جګړې وروسته د فلسطينيانو د ملاتړ په موخه اعلان کړي وو.
حوثي ياغيان د ملګرو ملتونو، امريکا او اروپايي ټولنې له لوري د یوې ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي شوي او تر بندیزونو لاندې دي. پر حوثي یاغیانو په سيمه کې د ثبات خرابولو، د انسانيت ضد جرمونو، او د وسلو د قاچاق له امله نړيوال فشارونه دي.