يوې امريکايي قاضۍ د مهاجرت د يوه پروګرام ځنډول رد کړي
۱۴۰۴ خرداد ۸, پنجشنبهيوې فدرالي قاضۍ د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر دونالد ترمپ، حکومت ته حکم کړی دی چې د هغو مهاجرو غوښتنليکونو ته دې رسیدګي بيا پېل کړي چې د کار او يا د مهاجرت د لا پايداره وضعيت جواز د ترلاسه کولو په لټه کې دي، او په موقت ډول د «مشروطې آزادۍ» يا «پرول» د پروګرام لاندې ژوند کوي.
د بوستن د سيمه ایزې قاضۍ ایندیرا تالواني، حکم د افغانستان، لاتين امريکا او اوکراين په زرونو مهاجرو ته امیدواري ورکوي. دې مهاجرو د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایدن، د حکومت په دوره کې اجازه ترلاسه کړې وه چې د دوو کلونو مودې له پاره په دغه هېواد کې پاتې شي.
اړونده موضوع: له اخراج څخه بیره: په امریکا کې د یوې پخوانۍ افغانې څارنوالې نامعلوم برخلیک
همدې قاضۍ تر دې دمخه د ترمپ د حکومت له لوري د کيوبا، هايتي، نيکارګوا او وینزويلا، د په سونو زرو مهاجرو د مشروطې آزادۍ حيثيت (Parole status) د لغوه کیدو مخه هم نيولې وه. حکومت د امريکا له سترې محکمې غوښتي چې د دې قاضۍ دا پريکړه لغوه کړي.
د امريکا د مهاجرت په قوانينو کې«مشروطه آزادي (Parole)» په دغه هېواد کې د بهرنیانو د آزاد او موقتي حضور اجازه ورکوي، خو هغوی د پناه غوښتونکي او يا مهاجر په توګه په رسميت نه پيژني.
اړونده موضوع: امریکا کې له اخراجه د حفاظت پای؛ په زرونو افغانان اغیزمنیږي
تالواني، چې د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له لوري ګمارل شوې وه، د ترمپ، د حکومت دغه ادعاوې چې وايي د مهاجرت د سیاست د مديريت په موخه د مهاجرت د دغه پروګرام (Parole status) د تعليق صلاحيت لري، رد کړې.
نوموړې د هغو مهاجرو په ملاتړ کې چې په ګډه سره د خپلو دعوو د تعقيب په حال کې دي، ليکلي دي چې د فدرالي قانون اوس د امريکا متحده ايالاتو د داخلي امنيت تر نظر لاندې سازمانونه مکلفوي چې د مشروطې آزادۍ حيثيت د ورکړې او يا ردولو اوږد بهير او د مهاجرت د برخې نورې مرستې رعايت کړي.
د «لومړی حقوق بشر» د ټولنې يو قانون پوه آنون هیوز، ويلي: «زه خوښ يم چې محکمې يو ځل بیا د حکومت د خپل سرو پريکړو له کبله بې ګناه خلکو ته ورکړل شوې سزاوې په سمه توګه تشخيص کړي دي.»
اړونده موضوع: سرچينې: امريکا ته د سفر ممنوعيت کېدای شي ډېر افغانان اغیزمن کړي
د امريکا متحده ایالاتو د داخلي امنيت وزارت په دې اړه د نظر ورکولو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
دونالد ترمپ، د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د يوه اجرايوي فرمان په لاسليک کولو سره د بایدن، د دورې د «مشروطې آزادۍ» د مهاجرت پروګرام ځنډولی وو.