امریکا د لشکر طیبه اړوند یوه ډله تروریستي اعلان کړه
۱۴۰۴ تیر ۲۷, جمعهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د پنجشنبې په ورځ په کشمیر کې د «مقاومت جبهې» په نوم وسله واله ډله په پهلګام کې پر سیلانیانو د حملې په دلیل د «تروریستي سازمان» په توګه معرفي کړه.
وسله والو د روان کال په اپریل میاشت کې د هندي کشمیر په پهلګام علاقه کې ۲۶ سیلانیان چې اکثریت ېې هندوان ول په ډزو ووژل.
روبیو د کشمیر «مقاومت جبهه» د لشکر طیبه سازمان نیابتي شاخه وښوده. لشکر طیبه چې مرکز ېې په پاکستان کې دی د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د یوه تروریستي سازمان په توګه پيژندل شوې ده.
نور ولولۍ: د هند او پاکستان ترمنځ تازه نښتې؛ امریکا د منځګړیتوب هڅه کوي
روبیو په یوه اعلامیه کې ویلی چې دغه اقدام «زموږ د ملي امنیت د منافعو د حفاظت، د تروریزم پر ضد د مبارزې او د پهلګام حملې له پاره د ولسمشر (دونانلد) ترمپ د عدالت غوښتنې د اجرا له پاره د ترمپ ادارې د ژمنو [د عملي کولو] ښکارندوي کوي.»
نوي ډيلي د واشنګټن له دغه اقدامه هرکلی کړی دی. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، سوبرامونیم جی شنکر، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جولای ۱۸مه) پر اکس شبکه ليکلي چې د واشنګټن دغه اقدام «د تروریزم پر وړاندې د هندوستان او امریکا متحده ایالاتو د همکارۍ قوي اثبات» دی.
نور ولولۍ: د هند او پاکستان شخړه: دواړه هیوادونه د بریا ادعا کوي
په کشمیر کې د «مقاومت جبهه» چې په ټي آر اف اختصاري نوم یاديږي، په ابتدا کې ېې د پهلګام حملې مسئولیت منلی و، خو د خلکو له خوا په پراخه کچه د حملې تر غندلو وروسته يې مسئولیت بېرته رد کړ. نوی ډيلی پر پاکستان تور لګوي چې د پهلګام حملې تر شا ېې لاس دی، خو اسلام آباد بیا دغه ادعا ردوي.
د پهلګام حمله د هند او پاکستان تر منځ د ېوې ۴ ورځنۍ جګړې سبب واقع شوه چې د دواړو لورو څخه په کې له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول. دا له ۱۹۹۹ کال راوروسته د دواړو رقیبو ګاونډیو هېوادونو د یو بل پر وړاندې تر ټولو شدید مخامخ کېدل و. هند او پاکستان تر دې مخکې هم په خپلو کې جګړې درلودلي دي.
له آرشیف څخه (16.05.2025):