امریکا مجید بریګید بهرنی ترهګریز سازمان درجه بندي کړ
۱۴۰۴ مرداد ۲۱, سهشنبهد بلوچستان د ازادۍ پوځ یا BLA او د دوی جنګي ډله، د مجید بریګېډ، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له تاوتریخوالو په ډکو بریدونو کې تورنه شوې، د بهرني ترهګریز سازمان په توګه داسې مهال درجه بندي شوې چې د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشال عاصم منیر د امریکا په سفر بوخت وو.
د متحده ایالاتو له لوري دغه پرېکړه د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ له هغه تجارتي تړون لږ تر لږه دوه اوونۍ وروسته شوې چې له مخې به امریکايي شرکتونه وکولای شي د بلوچستان د بډایه منابعو لرونکو خو ډېره لږ استخراج شویو د تېلو زېرمو په پراختیا کې مرسته وکړي. امریکا همدا راز دغه هیواد ته د پاکستاني صادراتو له پاره ګمرکي تعرفې هم کمې کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) او د دوی بله ډله چې مستعار نوم یې، مجید بریګېډ، دی د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه درجه بندي کوو او د مجید بریګېډ په پخواني د ځانګړي نړیوال ترهګر (SDGT) په نوملړ کې د مستعار نوم په توګه ورزیاتوو.»
د امریکا متحده ایالاتو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له هغه وخت راهیسې، هم دغه ډله او هم مجید بریګېډ د نورو بریدونو پړه منلې ده.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې بلوڅ ازادي غوښتونکو د کراچۍ د هوایي ډګر او په بلوچستان کې د ګوادر بندري ښار ته نږدې د ځانمرګو بریدونو مسوولیت منلی وو. د امریکا متحده ایالاتو په حواله، بلوچ لیبریشن ارمي سربیره پر دې، په ۲۰۲۵ کال کې دغې ډلې د کوټې څخه پېښور ته تلونکي د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي د تښتونې مسوولیت هم منلی وو چې پکې د پاکستان ۳۱ ملکي او امنیتي سرتېري وژل شوي وو او له ۳۰۰ ډېر مسافر یې برمته کړي وو. په اعلامیه کې زیاته شوې: «نننۍ اقدام د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ټرمپ ادارې د ترهګرۍ ضد د ژمنتیا څرګندونه کوي.»
د بلوڅ ملتپالو او بېلتون غوښتونکو ډلو له لوري په دې هکله سمدستي تبصره نه ده شوې. بلوچستان له ډېرې مودې راهیسې د یاغیانو له پاره د یوه ډګر په توګه پاتې شوی داسې یاغیان چې ډېری یې د بلوچستان د ازادۍ اردو په څېر ډلو پورې تړلي دي. دغه ایالت همدارنګه د هغو جنګیالیو کوربه دی چې له پاکستاني طالبانو سره اړیکې لري.
د پاکستان په بلوچستان کې بلوچ بېلتون غوښتونکي یا (بي ال اې) د پاکستاني او بهرنیو شرکتونو له خوا په دغه ایالت کې د طبیعې سرچینو د استخراج مخالفت کوي او د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز یا سيپیک اړوند د میلیاردونو ډالرو پروژو کې د بوختو پاکستاني امنیتي ځواکونو او چینايي وګړو او شرکتونو په نخښه کولو ته دوام ورکوي.