امریکا د افغانانو په ګډون ۱۱۹ مهاجر پاناما ته خراج کړي
۱۴۰۳ بهمن ۲۶, جمعهد پاناما ولسمشر خوزه رائول مولینو، د پنجشنبې په ورځ وویل: «د امریکا متحده ایالاتو حکومت سره د همکارۍ پروګرام پر اساس، تېره ورځ (چهارشنبه) د امریکا د هوايي ځواکونو په یوه پرواز کې ۱۱۹ کسان چې د نړۍ له مختلفو هېوادونو دي، راورسېدل.»
دا د متحده ایالاتو او پاناما تر منځ د شوې تړون پر اساس، له امریکا څخه پاناما ته د مهاجرو د اخراج لومړنی پرواز وو.
ورته نور ولولئ: پاکستان کې انتقال ته منتظر افغانان د اخراج له ګواښ سره مخ دي
مولینو زیاته کړه، په دغه پرواز کې د افغانستان، چین، هندوستان، ایران، نیپال، پاکستان، سریلانکا، ترکيې، ازبیکستان او ويتنام اتباع شامل دي چې د چهارشنبې په ورځ پاناما ته راورسېدل.
په پام کې ده چې په مجموع کې ۳۶۰ کسان په درو پروازونو کې له متحده ایالاتو د مرکزي امریکا دغه هېواد ته اخراج کړل شي. د پاناما ولسمشر زیاته کړه چې دوه نور پروازونه به هم ډېر ژر ورورسیږي.
د رويټرز خبري آژانس پر اساس، دغه مهاجر به خپلو هېوادونو ته تر استولو مخکې، د پاناما دارین علاقې ته نژدې یوه کمپ ته انتقال شي. دارین هغه ځنګل دی چې جنوبي او مرکزي امریکا سره بېلوي. هغه بېشماره مهاجر چې غواړي ځانونه امریکا متحده ایالاتو ته ورسوي، هم له همدغه ځنګله سفرونه کوي.
ورته نور ولولئ: رپوټ: د ترمپ ادارې، امریکا ته د ۱۶۰۰ افغان مهاجرو پروازونه لغوه کړل
د پاناما د داخلي امنیت مرستيال وزیر، لوئیس ایکازا، له امریکا سره له دغه شوي تړونه خوښي وښوده او وې ویل چې د روان کال په جنوري کې په دارین کې د مهاجرو سفرونه د تېرکال همدې میاشتې په مقایسه ۹۰ سلنه کم شوي دي.
رویټرز لیکي چې د امریکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت وزارت په دې هکله د دوی پوښتنې ته په سملاسي توګه ځواب نه دی ورکړی.
د پاناما ولسمشر د روانې میاشتې په سر کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبيو سره د کتنې پر مهال په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې د پاناما کانال یوه د بحث موضوع نه ده. خو هغه دغه هېواد ته د ډېرو مهاجرو د بېرته استولو امکان واضح کړې وو.
ورته نور ولولئ: له ترمپ څخه له خطر سره د مخامخ افغانانو سره د مرستې غوښتنه
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: