د کانګرس غړي هڅه کوي طالبانو ته د امريکا مرسته ونه رسيږي
۱۴۰۴ فروردین ۲۱, پنجشنبهدا لايحه د جمهوري غوښتونکو د استازي تم بورچت، په نوښت وړاندې شوې او د چهارشنبې په ورځ د امريکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنيو چارو کميټې له خوا تصويب شوې.
د امريکا د کانګرس په مخکنۍ دوره کې هم يوه ورته لايحه د همدې کمېټې له لوري تصويب شوې وه خو د سنا مجلس چې د ديموکراتانو تر کنترول لاندې وو، ونه غوښتل هغه د وروستي تصويب په موخه رای اچونې ته وړاندې کړي.
اړونده موضوع: سیګار: د مرستو د ارزونې ناکامۍ ښايي طالبانو ته ګټه رسولي وي
د استازو مجلس د بهرنیو چارو کمېټې په يوه خبري اعلاميه کې ويلي دي چې د مخکني کانګرس استازي خبر شوي ول چې د جو بايدن، اداره د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان مرکزي بانک ته په اونۍ کې ۴۰ میليونه ډالر استوي.
دې کمېټې د افغانستان د بيارغونې د څار امريکايي ادارې «سيګار» يوه رپوټ ته اشاره کړې ده چې د ۲۰۲۴م کال په می میاشت کې یې ويلي ول چې د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتې وروسته د امریکا متحده ايالاتو د مرستو له پېسو څخه تر ۱۰ ميليونو ډېر امريکايي ډالر د مالیې په بڼه طالبانو ته ورکړل شوي دي.
اړونده موضوع: سیګار: طالبان ښايي د امریکا له مرستو ګټه اخلي
تم بورچت، چې د دې نوښت مشري کوي، ويلي: «امريکا متحده ايالاتو تر پنځه ميليارډ ډالرو ډېر نغدې پېسې کابل ته استولي دي. دا پیسې د طالبانو له خوا غلا شوي او ماليه ترې اخيستل شوې.»
د جمهوري غوښتونکو دې استازي وويل: «د بهرنيو چارو وزارت بايد ډاډ ورکړي چې هیڅ ډول مرسته د افغانستان ترهګرو ته نه رسيږي، نه مالي او نه هم پېسې. موږ د هغه نفوذ په اړه چې طالبان یې نه يوازې پر نړيوالو مرستو بلکې د افغانستان پر بانکي سیسټم باندې لري، واضح درک باید ولرو.»
اړونده موضوع: آیا امریکا به پر طالبانو مالي مرستې بندې کړي؟
د امريکا د پخواني حکومت چارواکو د نيوکو په ځواب کې په څو ځلي ويلي ول چې افغانستان ته ليږدول شوې پيسېې د بشري مرستو هدف لري چې د غير دولتي ټولنو د ملګرو ملتونو د سازمانونو له لوري مصرفيږي.
د طالبانو اداره هم د امريکا له لوري د هر ډول پېسو ترلاسه کول ردوي. خو پر دې سربیره هم د متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په دې هکله په څو ځلي اشارې کړي دي.