د هند او پاکستان ترمنځ تازه نښتې؛ امریکا د منځګړیتوب هڅه کوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۰, شنبههندوستان ويلي دي چې په پاکستان کې یې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي دي. بل لور ته بیا پاکستان ادعا کړې ده چې په هندوستان کې یې پوځي اهداف په نښه کړي دي.
هند ویلي وروسته له دې چې اسلام اباد د شنبې (د می میاشتې ۱۰ نیټه) ورځې سهار وختي د هند په پنجاب ایالت کې د څو هوایي اډو پر لور د لوړ سرعت درلودونکي توغندي وتوغول، د پاکستان یو شمیر پوځي اډې یې په نښه کړي دي. هند زیاته کړې ده چې که پاکستان متقابل عمل وکړي، نو د تشنج کمولو ته ژمنتیا نه لري.
پاکستان مخکې تر دې ویلي و چې پر درو هوایي ډګرونو توغول شوي توغندي یې خنثی کړي دي او پر هند یې غچ اخیستونکي بریدونه د ترسره کیدو په حال کې دي.
صوفیا قریشي چې د سندور په نامه د هندي پوځ د عملیاتو مشرې کوي په نوي ډهلي کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان د هند تر کنترول لاندې کشمیر په درو هوایي اډو کې د روغتونونو او ښوونځیو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي: « د پاکستان اقداماتو ته به مناسب ځواب ورکړل شي.»
مشکوکو وسله والو د اپریل میاشتې په ۲۲ نیټه د هند تر کنترول لاندې کشمیر په سیاحتي علاقه پهلګام کې پر سیلانیانو حمله وکړه چې د رپوتونو له مخې ۲۶ سیلانیان پکښې ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.
هند د دې برید مسئولیت په پاکستان کې پر مسلمان افراطي ډلو ور اچولی دی، خو پاکستان بیا په دې برید کې هر ډول لاس درلودل رد کړی دی.
د امریکا د منځګړیتوب هڅې
په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل هندي او پاکستاني سیالانو سره تلیفوني خبرې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې روبیو پر دې خبرې ټینګار کړی دی چې هند او پاکستان باید د تشنج د کمولو او وضعیت د ارامه کولو له پاره حل لاره پيدا کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې یو وار بیا باید مستقیمې خبرې اترې پيل شي، څو په ارزونو کې د تیروتنو مخه ونیول شي. یاد وزارت زیاته کړې چې امریکا متحده ایالات اماده دي چې د دواړو خواو ترمنځ د رغنده خبرو اترو ملاتړ وکړي، څو په راتلونکي کې د اختلافاتو د پراخیدو مخه ونیول شي.