له پاکستان سره په افغانستان کي د امريکايي وسلو پر سر توافق
۱۴۰۴ فروردین ۱۹, سهشنبهد پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دوشنبې (د اپریل میاشتې ۷ نیټه) په ورځ له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره د هغو وسلو او تجهیزاتو مسئلې د حلولو پر سر موافقې ته رسیدلی دی چې امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال په دغه هیواد کې پريښي ول.
د اعلامیې پر اساس روبیو دغه اعلان د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د تلیفوني خبرو پر مهال کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دندې تر سمبالولو وروسته له ډار سره دا د روبیو لومړۍ مستقیمې خبرې وې.
په اعلامیه کې ویل شوي: «دواړو مشرانو د افغانستان د وضعیت په اړه هم خپل نظرونه تبادله کړي او د بهرنیو چارو وزیر روبیو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پریښودل شوو تجهیزاتو د ستونزې حلولو پر اړتیا توافق کړی دی.«
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر اساس دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ایز امنیت په اړه خبرې کړي دي.
اسحاق ډار یو ځل بیا له امریکا متحده ایالاتو سره د پاکستان د همکارۍ پیاوړې کولو پر ژمنې ټینګار وکړ او د سوداګرۍ، پانګې اچونې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د همکارۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه.
له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله مارکو روبیو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې د پاکستان د کوښښونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې امریکا غواړي په دې برخه کې له پاکستان سره همکاري پراخه کړي.
اسحاق دار د ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د کامیابه هڅو یادونه وکړه چې په دې ترڅ کې یې هیواد ډیر مالي او ځاني تاوانونه ګاللي دي.
مارکو روبیو هم د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د هڅو ستاېنه وکړه او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو زیاتولو له پاره د امریکا هیله څرګنده کړه.
دواړو مشرانو د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د خپلو اړیکو پر زیاتولو او ګډ کار موافقه کړې ده. په همدې منځ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټیمي بروس ویلي دي چې روبیو د داعش د غړي محمد شریف الله د نیولو او امریکا ته سپارلو له کبله له پاکستان څخه مننه کړې ده.
د ترهګرۍ ضد د پاکستان د کوښښونو ستاینه
د روان کال د مارچ میاشتې پر ۴ نېټه د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته تلیفون کړی و او د ولسمشر ټرمپ له خوا یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د پاکستان د کوښښونو له کبله مننه کړې وه.
د مارچ مياشتي پر څلورمه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په خپله وینا کې وویل چې درې نیم کاله مخکې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو وژونکی ترهګر د پاکستان په همکارۍ نیول شوی دی.
د امریکا د استخباراتو ادارې (FBI) د ورجینیا ایالت محکمې ته ویلي وه چې شریف الله له ۲۰۱۶ کال راهیسې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې له پاره مختلف عملیات کړي دي.
د FBI په حواله شریف الله اعتراف کړی و چې د ۲۰۱۶م کال د جون مياشتي پر ۲۰ نیټه په کابل کې پر سفارت برید کوونکی ځانمرګی بریدګر ده تر هدف پورې رسولی و.