ترکيه: د مظاهرو په ترڅ کې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان نيول شوي
۱۴۰۴ فروردین ۴, دوشنبهد ترکیې پوليسو د روانې مارچ مياشتې پر ۱۹مه نيټه د اپوزیسيون د مشهور شخصيت او استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو، له نيول کيدو راهېسې د رامنځته شویو مظاهرو په ترڅ کې تر اوسه تر ۱۱۰۰ ډېر کسان نيولي دي.
د ترکیې د کورنيو چارو وزير علي يرليکايا، د ټولنیزو رسنيو له لارې وويل چې د مارچ د ۱۹ او ۲۳مې نیټې ترمنځ ۱۱۳۳ شکمن کسان د غير قانوني فعاليتونو له کبله نيول شوي دي.
نوموړي ادعا وکړه چې په نيول شويو کې «داسې کسان هم شامل دي چې له ۱۲ بېلا بېلو ترهګریزو سازمونو سره اړيکي لري.»
یرليکايا، زياته کړه چې د مظاهرو په ترڅ کې تر ۱۲۰ ډېر پوليس ټپيان شوي دي.
په ترکيه کې دغه پراخې مظاهرې تر هغه وروسته پېل شوې چې د چهار شنبې په ورځ د استانبول ښاروال د فساد د تورونو له کبله ونيول شو. امام اوغلو، ته د ترکیې د ولسمشر رجب طيب اردوغان، د اصلي سيال په سترګه کيږي او د امام اوغلو، د پلويانو په حواله نوموړی له دې کبله نيول شوی دی چې د اردوغان، يو مشهور سيال له مخې ليرې کړای شي.
امام اوغلو د اپوزیسيون د ولسمشرۍ کانديد په توګه نومول شوی
د اپوزيسيون «سي اچ پي» ګوند امام اوغلو، د ۲۰۲۸م کال د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د رسمي کانديد په توګه نومولی دی. دا خبره د دغه هېواد يوه وياند نن، دوشنبه (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۴) د فرانسې خبري آژانس ته وکړه.
د امام اوغلو، نوماندي د يکشنبې په ورځ د ګوند د مقدماتي ټاکنو په ترڅ کې چې نوموړی پکې يوازنی کاندید وو، تائيد شوې وه.
اړونده موضوع: د ترکیې د اپوزیسیون پر سیاستوال د ټاکنیز کمپاین پر مهال برید شوی
تر دې دمخه د چهار شنبې په ورځ د استانبول پوهنتون له خوا ويل شوي ول چې د امام اوغلو، ديپلوم بې اعتباره اعلانوي، هغه تحصيلي درجه چې د ترکیې ولسمشرۍ څوکۍ ته کانديد یې باید ولري.
ځيني څارونکي په دې آند دي چې دغه مقدماتي ټاکنو هغه څه وو چې د امام اوغلو، پر ضد د دې ډول اقداماتو باعث شول.
آلمان وايي د امام اوغلو نيول «د منلو وړ نه دي»
د آلمان حکومت د دوشنبې په ورځ وويل چې د ترکیې وضعيت «په سترې انديښنې» سره څاري.
د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ، وياند چې د صدراعظمۍ دورې وروستۍ شپې او ورځې یې دي، وويل: «د استانبول د ښاروال نيول کیدل او د دندې ځنډېدل یې هیڅ د منلو وړ نه دي.»
وياند شتيفن هيبشترایت، زياته کړه: «دا [موضوع] باید ژر او په شفافه توګه روښانه کړل شي.»
هيبشرايت، زياته کړه چې «وروستي پرمختګونه د ترکیې د دیموکراسۍ او همدا شان د ترکیې او اروپايي ټولنې د اړيکو د پرمختګ له پاره يوه خرابه نخښه» ده.
اروپايي اتحادیې هم د دوشنبې په ورځ پر ترکيه د «ديموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې» غږ وکړ.
د اروپايي اتحادیې د کميسيون يوه وياند په بروکسل کې خبريالانو ته وويل: «موږ غواړو چې ترکيه په اروپا پورې تړلې پاته شي خو دا د ديموکراتيکو نورمونو او کړنو په تړاو روښانه ژمنتيا ته اړتيا لري.»
په دې منځ کې د ترکیې د مديترانې ګاونډي يونان ويلي دي د قانون د حاکميت او مدني آزاديو څخه هیڅ ډول سرغړونه «نه شي زغمل کيدلی» او دا چې انقره باید له دې اصولو څخه د ادعا شويو سرغړونو په اړه «قانع کوونکي ځوابونه» بايد ورکړي.
ترکيه او يونان له لسیزو راهېسې د يو شمیر مسئلو پر سر ديپلوماتيکي لانجه لري چې په هغه کې په اژه سمندرګي کې پر سرحدونو سربيره په نژادي توګه ويشل شوی قبرص او په دواړو هېوادونو کې د اقليتونو حقونه شامل دي.