م.م: په افغانستان کې د ترياکو بيه ډېره لوړه شوې
۱۴۰۳ اسفند ۲۲, چهارشنبهد ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (يو ان او ډي سي) د چهار شنبې ورځې د يوه نوي رپوټ په حواله په افغانستان کې په ۲۰۲۴م کال کې د يو کيلو ترياکو بيه ۷۵۰ ډالر ته لوړ شوې وه چې دا تر هغه مخکې دوو کلونو په پرتله لس برابره ډېروالي ښيي.
د ترياکو د بيو دا لوړوالی تر هغه وروسته مشاهده کيږي چې طالبانو په ۲۰۲۲م کال کې د کوکنارو پر کرکیله بندیز وضع کړ او ولاړ فصلونه یې له منځه يووړل.
په دې تازه رپوټ کې ویل شوي دي چې دا ګامونه د ترياکو په توليد کې د پام وړ کمښت باعث شول، خو د مخدره مواد قاچاق کوونکي د دې اقداماتو له کبله له لوړو شويو بيو څخه ډېره ګټه پورته کوي.
اړونده موضوع: د افغاني ترياکو کمښت: ملگري ملتونه له خطرناک بديل څخه خبرداری ورکوي
په رپوټ کې څرګنده شوې ده چې د ۲۰۲۲م کال په پای کې د ترياکو ذخاير ۱۳،۲ ټنه اټکل شوي ول چې په نړۍ کې تر ۲۰۲۷م کاله پورې د افغان ترياکو د بالقوه تقاضا د پوره کولو له پاره کافي دي.
د «يو ان او ډي سي» اجرايوي مشرې غاده ولي، خبرداری ورکړی چې د مخدره توکو د تجارت ګټه د همغږي شويو جرمونو ترسره کوونکو نړيوالو ډلو ته ور ټوليږي چې افغانستان، سيمه او ټوله نړۍ بې ثباته کوي.
اړونده موضوع: په افغانستان کي د کوکنارو ځای يوه بل بوټي نيولی؟
نوموړې د قاچاق د شبکو پر وړاندې د مبارزې او افغان بزګرانو ته د متبادلو لارو چارو د برابرولو په موخه د يوې همغږي شوې تګلارې پر اړتيا ټینګار وکړ.
ډېر افغان بزګران له دې کبله له مشکلاتو سره مخامخ دي چې د کوکنارو پر کرکیله تر بندیز وروسته اوس نور ترياک نه شي توليدولی. د «يو ان او ډي سي» ادارې له دې بزګرانو سره د چټکې مرستې خبره کړې، څو دوی ته د متبادلو لارو چارو په وړاندیز کولو سره د دې مخه ونيوله شي چې بيرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.
افغانستان څو کاله په نړۍ کې د ترياکو تر ټولو مهمه سرچينه وه.