سفراروپا
آلمان: له پولیسو د تېښتې پرمهال ټکر کې دوه کسان مړه شوي
۱۴۰۴ مرداد ۲۵, شنبهاعلان
د آلمان د پولیسو یو ویاند وویل دغه پېښه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې دغې جوړې په راینلاند فالتس ایالت کې موټر چلاوه او پولیسو غوښتل د هغوی موټر ودروي.
د آلمان خبري آژانس د پولیسو له قوله خبر ورکوي چې دغې جوړې له خپل موقعیته تېښتېه وکړه او د زارلند ایالت له سرحده واوښتل چې هامبورګ ښار ته نژدې ېې له یوې ونې سره ټکر وکړ.
ویاند وویل چې د ټکر پر مهال پولیس د پېښې په ځای کې نه خو زیاته ېې کړه چې «موټر کې سپاره دواړه کسان په مرګوني حالت ټپیان شوي ول.» دا چې دغه جوړه د پېښې په ځای کې مړه شوي ول یا وروسته، معلومات نه دي ورکړل شوي. د قربانیانو هویت هم نه دی په ډاګه شوی.
خو چارواکو ويلي چې د پېښې په ځای کې ېې لار د ترافیکو پر مخ وتړله تر څو د دغې مرګونې پېښې عوامل پیدا کړي.