د غزې شمال ته د فلسطینیانو ستنیدل پيل شوي
۱۴۰۳ بهمن ۸, دوشنبهاسرائیل اعلان کړی و چې د اسرائیلي یرغمل شوي ښځې اربل یهود خوشی کیدل د غزې شمال ته د فلسطینیانو د بیرته ستنیدو له پاره مخ شرط دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په سهار (د جنورۍ۲۷ نیټه) اعلان وکړ چې حماس وروسته له لنډو خبرو اترو له اصلي تبادلې مخکې، چې ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ به ترسره شي، د دې ملکي یرغمل شوې ښځې له خوشی کولو سره موافقه کړې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري، ویلي دي چې د اربل یهود خوشی کیدل د هغو درو نورو یرغمل شوو له خوشی کیدو جلا ده چې ټاکل شوې ده د شنبې (د فیبرورۍ میاشتې لومړۍ نیټه) په ورځ به د اوربند د موافقې پر اساس خوشی کړای شي.
د هغې موافقې پر بنسټ چې د قطر، مصر او امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب له حماس ترهګرې ډلې سره شوې ده لومړی باید ملکي یرغمل شوي ښځې او وروسته بیا پوځي یرغمل شوي ښځې خوشی شي. دا په داسې حال کې ده چې حماس د تیرې شنبې په ورځ بې له دې چې اربل یهود خوشی کړي، یوازې څلور اسرائیلي یرغمل شوې نظامي ښځې خوشی کړې.
فلسطیني بې ځایه شوي کولی شي د غزې شمال ته بیرته ستانه شي
د اربل يهود د خوشی کیدو موضوع له حل کیدو سره سم، اسرائیل هم اعلان وکړ چې فلسطیني بې ځایه شوي د دوشنبې له سهار څخه اجازه لري چې بیرته د غزې شمال ته ستانه شي.
د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی دی چې اسرائیل سربیره پر دې له حماس څخه د هغو یرغمل شوو، چې ټاکل شوې ده د اوربند د موافقې په لومړي پړاو کې به خوشی شي او ژوندي دي، فهرست هم ترلاسه کړی دی.
د اربل یهود له خوشی کیدو سره لسګونو زرو فلسطینیانو د راحت سا اخیستې ده. په تیرو ورځو کې ډیر شمیر د دوی د غزې په سویل کې په تمه ول چې اسرائیل به له سیمې څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره دوی ته د غزې تړانګې شمال ته د بیرته ستنیدو اجازه ورکړي.
د اسرائیلي پوځ د عربي ژبې ویاند اویخای ادرعي په ایکس(پخواني تویتر) شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره اعلان کړی دی چې د سهار له اوو بجو څخه د فلسطیني بې ځایه شوو پلی مزل یا حرکت پیل شوی دی.
موټر هم تر امنیتي څارنې وروسته کولی شي د سهار له ۹ بجو وروسته خپل حرکت پیل کړي.
د نتساریم کرویدور سویل لور ته چې د اسرائیل پوځ هغه رامنځته کړی دی او د غزې تړانګه له لویدیځ څخه ختیځ ته جلا کوي، لسګونو زره فلسطینیان د دې تړانګې شمالي سیمو ته د بیرته ستنیدو په خاطر په انتظار کې ول.
د رپوټونو په حواله د امریکا د دفاع نوي وزیر پیت هګست، له نتانیاهو سره تلیفوني اړیکه نیولې ده. د پنټاګون د اعلان له مخې: «د ګډو امنیتي مصالحو د ساتنې ارزښت او د امنیتي لومړيتوبونو پر مخ وړل» د دغو دواړو د خبرو اترو اصلي موضوع وه.
د پنټاګون په اعلامیه کې په دې اړه راغلي دي، د امریکا دفاع وزیر په تلیفوني تماس کې نتانیاهو ته ټینګار کړی دی: «د ډونالډ ټرمپ تر رهبرۍ لاندې امریکا به په بشپړ ډول د اسرائیل ملاتړ وکړي، څو دغه هیواد له خپل ځان څخه د دفاع له پاره اړینه وړتیا ولري».