آلمانی سیاستوال: آلمان پوځ به د اوکراين په سوله کې رول ولري
۱۴۰۴ مرداد ۲۹, چهارشنبهد آلمان د پارلمان یا بوندیستاګ د دفاعي کميټې مشر، توماس رویکامپ، په یوه مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۲۰مه) خپره شوې تمه ښوولې چې د روسیې او اوکراین تر منځ د دایمي اوربند په صورت کې به آلماني ځواکونه په اوکراین کې د سوله ساتو ځواکونو په توګه وګمارل شي.
هغه له آلمانۍ رسنۍ WDR سره په دغه مرکه کې وويل چې اوکراینیان او اروپايان د روسیې د ژمنو په تړاو لږ تجربه لري، ځکه خو د پوځي حضور اړتیا لېدل کيږي.
د ځواکونو د استولو په صورت کې احتمالي مرستې
رویکامپ زیاته کړه: «دا په دې معنی هم ده چې آلماني سرتېري به په راتلونکې کې روسیې سره د سولې تر تړون وروسته ډاډمن وي چې دغه سوله د تل له پاره پاتې ده.»
د هغه په خبره، کېدای شي د آلمان پوځ له خوا له اوکراینه د ملاتړ یوه بېلګه په نظر کې ونیول شي چې په دې برخه کې ېې د لوژستيکی مرستو، اوکرايني ځواکونو ته د روزنې او د هوايي دفاع یادونه وکړه.
د جګړې دوام سره د بې اعتمادۍ ډېرېدل
د آلمان د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر وویل: «د بشپړو پوځي وړتیاو قابلیتونه موجود دي چې موږ ېې په خپل پوځ کې لرو او دا کولی شي په اوکراين کې سوله په دایمي توګه ټینګه کړي.»
د اوکراینیانو له پاره د سولې په هر ډول بالقوه تړون کې د متحدینو له لوري د ممکنه امنيتي ضمانتونو موضوع، یوه کليدي نقطه ده. له بل لوري په اوکراین کې تر نژدې درې نیم کاله جګړې وروسته پر روسیه بې اعتمادي هم په خپل لوړ حد کې احساس کيږي.
د پوځي حضور پر اړتيا ټينګار
دغه آلماني سیاستوال یادې رسنۍ ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «اوکراین ته د یو لازم الاجرا اطمینان ورکړه یوه مسئله ده چې پوځي ډاډګېرنه هم پکې شامله ده. که چېرته د روسیې له خوا یوه نوې حمله کېږي چې اروپايان له امريکايي ځواکونو سره په ګډه ورته چمتووالی ولري یا حمله دفع کړي.»
توماس رویکامپ وویل: «په پای کې هېڅ څوک جګړه نه غواړي او د ېوې بلې پوځي شخړې د مخنيوي له پاره تر ټولو خوندي لار د ځواکمنو ځواکونو حضور دی تر څو د روسیې د پوځ د دا ډول جګړې مخه ونیسي.»
له آرشیف څخه: