پولیس: پر خلکو موټر ځغلونه «افراطي اسلامپاله انګېزه» لرله
۱۴۰۳ بهمن ۲۶, جمعهد پولیسو ویاند ګوېدو لیمر، خبریالانو ته وویل چې هغه شواهد چې په لومړنیو څېړنو کې د شکمن کس له برقي وسایلو ترلاسه شوي، د یوې «ځانګړې اسلامپاله انګیزې» ښکارندوي کوي.
دغه راز څارنوالې ګبريله تیلمن، وویل چې تورن شخص تر حملې وروسته پر پولیسانو د «الله اکبر» غږ کړی او تر نيولو وروسته يې خپل لمونځ ادا کړی دی.
په همدې هکله نور ولولې: طالبانو د مجرمو افغانانو د اخراج په تړاو له آلمان سره د همکارۍ وړانديز کړی
د مونشن پولیسو د جمعې په ورځ په یوه کنفرانس کې وویل چې پر خلکو د موټر ځغلونې پرونۍ پېښه کې لږ تر لږه ۳۶ کسان ټپیان شوي کوم چې د تېرې ورځې په لومړنیو رپوټونو کې ۲۸ ښودل شوي وو.
د مونشن د پولیسو مشر کریستیان هوبر، وویل چې د یوه هلک په ګډون د دوو ټپیان روغتیايي وضعیت ډېر نازک دی.
وړاندې په مونشن کې د ماشومانو هاونر روغتون یوه ویاند ويلي و چې یوه دوه کلنه نجلۍ چې په پرونۍ پېښه کې ټپي شوې په خطرناک وضعیت کې ده چې دوی تر جدي مراقبتونو لاندې نیولې ده.
په همدې هکله نور ولولې: مونشن: پر خلکو موټر ور ځغلول شوی، ډېر کسان ټپيان شوي دي
پولیس په دې باور دی چې د پنجشنبې ورځ پېښې تورن عامل چې ویل کيږي یو ۲۴ کلن افغان دی، عمداً د کارګرانو یوې اتحاديې پر لاریونوالو موټر ورځغلولی دی. دغه لاریون د مونشن ښار په مرکز کې «شیتلمایرپلڅ» نومې ځای ته نژدې کيدی.
پولیسو تورن تر پېښې وروسته سملاسي ونیوه چې اوس په توقیف کې دی. دغه افغان د یو پناه غوښتونکي په توګه آلمان راغلی و او په دغه هېواد کې ېې د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي ول.