آلمان: د چاقو په حمله کې یوه ۴۷ کلنه ښځه وژل شوې ده
۱۴۰۴ مرداد ۱۹, یکشنبهد آلمان پولیس وايي د چاقو دغه حمله د شنبې په ورځ (د اګست ۹مه) ناوخته د آلمان په شرقي ښار هاله کې د هستوګنې د یوه بلاک مخې ته شوې ده. وژل شوې ښځه آلمانۍ وه. د پولیسو په خبره یوه ۳۷ کلنه ښځه د حمله کونکې په تور نیول شوې ده. په تحقیقاتو کې موندل شوې چې دغه ښځه د حملې پر مهال له حده زیاته نشه وه.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې تورنې ښځې تر حملې مخکې، په لومړي سر کې ښځه په لفظي توګه ګواښلې وه. زیاته شوې چې د اپارتمان یوه اوسيدونکي په فوري توګه پولیسو ته خبر ورکړی چې په نتیجه کې هغوی مشکوکه ښځه د پېښې په ځای کې ونیوله.
خبرځای وایي چې قرباني په سملاسي توګه روغتون ته انتقال شوه خو د ټپونو له کبله ېې ساه ورکړه. د هاله څارنوالۍ د مشکوکې ښځې چې اوس په توقیف کې ده د نیولو امر غوښتنه کړې ده.
په آلمان کې تر دې مخکې هم د چړې او چاقو حملې شوي دي. تېرکال په غربي ښار زولنګن کې درې کسان د چاقو په یوه حمله کې ووژل شول.