واده فول اوکراین ته د آلماني ځواکونو پر استولو شک وښود
۱۴۰۴ مرداد ۲۷, دوشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اوکراین ته د آلماني ځواکونو د استولو په څېر یو اقدام، «آلمان ته د ډېر فشار په توګه» کې ده. دغه محافظه پال آلماني سیاستوال دغه خبره «تېبل ټوډې» په نوم پوډکاست ته وکړه او د ځواکونو د لېږد موضوع ېې د «نه لاسرسي وړ خبرې» په توګه وارزوله.
واده فول زیاته کړه چې آلمان د ناټو قلمرو پر حفاظت تمرکز کوي او آلمان ته په اشارې ېې وویل چې دا یوازینی اروپايي هېواد دی چې په لیتوانیا کې ېې جګړې ته چمتو قطعه مستقره کړې ده.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وویل: «دا په دې معنی نه ده چې موږ په نورو پوځي او تخنيکي برخو کې له اوکراینه ملاتړ نه کوو.»
واده فول ټینګار وکړ چې د آلمان دريځ دا دی چې يوازې خپله اوکراین کولی شي د خپل ځان په هکله تصمیم ونيسي چې څنګه او د کومو شرایطو پر اساس د خپل قلمرو ساتنه کوي.
هغه وویل: «دغه هېواد یوازې په هغه صورت کې دا ډول یو اقدام منلی شي چې ډاډه شي د روسیې دا ډول یرغل به بیا نه پېښیږي او دا د امنيتي ضمانتونو په معنی دی.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د اوکراین په شخړه کې د آلمان نقش تر ټولو زیات سیاسي دی. هغه وویل صدراعظم فریدریش مېرڅ د اختلافاتو باوجود بریالی شوی چې د اوکراین په هکله اروپا یوه خوله کړي. هغه زیاته کړه: «دا همېشه داسې نه وي.»
له آرشیف څخه: