آلمان: له اوکراین پرته د اوکراین په هکله هېڅ هوکړه نشي کیدای
۱۴۰۴ مرداد ۲۶, یکشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول د اوکراین د سولې مذاکراتو له پاره د اوربند ټینګیدو د مهم والي خبره د جمعې په ورځ په الاسکا کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو تر لېدنې وروسته د شنبې په ورځ وکړه.
واده فول، د آلمان عامه تلویزیوني شبکې اې آر ډي ته وویل چې د هر ډول مذاکراتو له پاره تر هر څه دمخه د خصومتونو درول ضروري دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ټينګار وکړ چې «له هر لور څخه دا تمه غیرمنطقي ده چې له اوربند پرته دې خبرو اترو ته ادامه ورکړي او یا دې د سولې په پروسه کې ورګډ شي، په ځانګړې توګه اوکراین چې پرې یرغل شوی دی.»
آلمان له هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې جګړه پرې پای ته ورسیږي
د الاسکا تر ناستې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پر یو فوري اوربند ټينګار کاوه، خو تر ناستې وروسته په خپرو شوو اعلامیو کې د دغې موضوع یادونه نه ده شوې. اروپايي متحدین د خبرو اترو له پاره په جګړه کې توقف، د خپلو یو له کلیدي لومړيتوبونو په توګه معرفي کوي.
نور ولولۍ: د اروپايي ټولنې مشران: اوکراین باید د سولې په پروسه کې ښکیل وي
خو واده فول پر دې ټینګار کوي چې «په مذاکراتو کې هېڅ شی بې معنی نه وي. هرې هغه خبرې اترې چې په نهایت کې دغه جګړه پای ته رسوي، ښې خبرې اتري دي او موږ له دا ډول خبرو اترو ملاتړ کوو.»
د آلمان خارجه وزیر زیاته کړه چې دونالد ترمپ اوس پر یو جامع تړون تمرکز کوي خو هغه ټینګار وکړ چې «د اوکراین په هکله له اوکراین پرته هېڅ تړون نشي کېدای.»
له پوتین څخه د ترمپ هرکلي باندې نیوکه
هغه د ترمپ له لوري د غونډې د جوړېدو پر څرنګوالي نیوکه وکړه، په ځانګړې توګه له پوتین څخه پر دوستانه هرکلي چې د الاسکا په انکوریج ښار کې ېې وکړ.
واده فول له پوتین څخه د ترمپ د هرکلي په هکله وویل: «لومړی خو باید پر دې اعتراف وشي چې ولادیمير پوتین په اوکراین کې له کلونو راپدېخوا جګړه روانه کړې چې دا د نړېوالو قوانینو نقض دی. نو بیا له هغه څخه په دا ډول هرکلی تقریباً دوستانه، یو څه زغم غواړي.»
هغه ټینګار وکړ چې یوه خبره باید تل روښانه وي هغه دا چې پوتین «هم د قانون او هم د تاریخ له لحاظه پر ناسم مسیر روان دی» په داسې حال کې چې اوکراین او ولسمشر ولودیمیر زیلنسکی تر حملو لاندې دي.
نور ولولۍ: د زیلنسکي خبرداری: د اوکراین له حضور پرته تصميمونه سوله نشي راوستی
ترمپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه په اوکراین کې د اوربند له پاره له فشاره لاس اخیستی او د سولې د یو بشپړ توافق په لټه کې دی. هغه دغه خبره په الاسکا کې له پوتین سره تر لېدو کاتو څو ساعته وروسته وکړه.
زیلنسکي: پوتین سوله نه کوي
ترمپ پوتین سره تر کتنې وروسته واشنګټن ته د پرواز پر مهال له زیلنسکي او اروپايي رهبرانو سره وغږيد او وې ویل چې ټول «دې نتیجه ته رسیدلي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د دغې وحشتناکې جګړې د پای له پاره تر ټولو بهترینه لار د سولې یو مستقیم تړون ته رسېدل دي.»
دا په داسې حال کې ده چې ترمپ تر دې مخکې ګواښ کړی و که پوتین سولې ته غاړه کېنږدي له «سختو عواقبو» سره به مخ شي. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په پام کې ده د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ شي.
زیلنسکي د شنبې په ورځ وويل چې پوتین نه غواړي اوربند وکړي چې دې کار په اوکراین کې د مسکو جګړې د پای له پاره هڅې پېچلي کړي دي.
زیلنسکي د شنبې په ورځ پر ټولنیزې رسنۍ په یو خپور شوي پُست کې وویل: «موږ وینو چې روسيې د اروبند له پاره ډېرې غوښتنې رد کړي او تر اوسه ېې هم تصمیم نه دی نيولی چې دغه وژنې کله دروي. دا وضعیت پیچلی کوي.»