آلمان: د افغانانو د ویزو پر سر حکومت ته د محکمې د جريمې ګواښ
۱۴۰۴ مرداد ۳۱, جمعهد برلین اداري محکمې د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۲۱مه) دوو افغان کورنیو ته د آلمان ویزو د ورکړې په تړاو یو حکم صادر کړ. د محکمې یوې ویاند وویل که چېرته حکومت د درو اونیو په جریان کې د دغو افغان کورنیو د سپارل شوو عريضو په هکله تصمیم ونه نېوه، دغه جریمه به تحویل کړي.
د یوې کورنۍ د قضیې په هکله د جريمې مقدار ۲۵۰۰ یورو دی په هغه صورت کې چې د هغوی عریضې ته د سپتمبر تر ۱۰مې کوم تصمیم ونه نیول شي. د بلې کورنۍ په هکله جریمه ۱۰زره یورو ده.
د آلمان خبري آژانس وايي چې په سملاسي توګه ېې په دې هکله د آلمان د بهرنیو چارو وزارت نظر نه دی ترلاسه کړی.
نور ولولۍ: دوبرینت: د افغانانو د منلو په اړه پریکړه به وخت ونيسي
دغه قضیې د فدرالي آلمان د یو پروګرام په تړاو دي چې له لارې ېې له خطر سره مخامخې افغان کورنۍ آلمان ته راوستل کېدې، خو د فریدریش مېرڅ په مشرۍ آلمان نوي حکومت دغه پروګرام د می میاشتې له پیل راهیسې ځنډولی دی.
د برلین اداري محکمه اوس د یو شمېر افغانانو کیسونو ته رسيدګي کوي کوم چې د آلمان ویزو د ترلاسه کولو له پاره هڅې کوي.
د رپوټونو مطابق يو شمېر افغان کورنۍ آلمان ته د راتلو په تمه له میاشتو او کلونو راهیسې په پاکستان کې د انتظار شپې او ورځې تېروې. د آلمان حکومت تېره اوونۍ وويل چې ۲۱۱ کسان چې آلمان ته د راوستلو په پروګرام کې شامل ول، له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته اخراج شوي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې پاکستان تر دې مخکې د دغه پروګرام اړوند شاوخوا ۴۵۰ کسان نيولي دي. د آلمان خارجه وزارت او په پاکستان کې د آلمان سفارت په دې بریالي شوي چې د ۲۴۵ تنو آزادول تضمین کړي.
نور ولولۍ: د آلمان خارجه وزیر: پاکستان کې شرایطو برابر منتظر افغانان به آلمان ته راانتقال شي
قاضیاتو تر اوسه د آلمان حکومت ته د ۲۲ کیسونو او د درو نورو درخواستونو په هکله چې اوس مهال تر څېړنو لاندې دي، د ویزو د ورکړې امر کړی.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د پوهنتون د حقوقو څانګې د یوه استاد له عریضې په شا شو چې د کورنۍ غړو ته ېې باید د آلمان ویزې ورکړل شي. په مجموع کې په حدود د ۲۰۰۰ افغانان د مختلفو پروګرامو له لارې آلمان ته د راتلو په تمه دي. دوی په افغانستان کې د آلمان پخواني محلي کارکونکي یا له خطر سره مخ افراد دي.