د غزې د بشري مرستو موسسه وايي حماس یې ۸ کارکونکي وژلي
۱۴۰۴ خرداد ۲۲, پنجشنبهد غزي د بشري مرستو موسسې چې لنډیز یې جي اچ اف دی او د امریکا متحده ایالاتو او اسرائيل له خوا ېې ملاتړ کیږي، ويلي دي چې د مرستو پر ډله یې د چهارشنبې په ماښام برید شوی دی. د جي اچ اف دی، په وینا دغه ټیم د غزې په جنوبي علاقه خان یونس کې د مرستو د وېش یو مرکز ته په لاره ول چې پرې برید وشو.
سرچينې وايي په برید کې یو شمیر کسان ټپیان شوي او ځیني کارکوونکي «ښايي برمته کړل شوي وي» او زیاتوي چې دوی «لا هم د معلوماتو د راټولو په حال کې دي.»
نور ولولئ: اسرائيل غزې ته په مرستو د بار کښتۍ د رسېدو مخه نيولې
د جي اچ اف موسسې په یوه اعلامیه کې ويلي: «موږ دغه شنیع او عمدي برید په تر ټولو شدید لحن غندو. دوی مرستندویان ول. بشردوستان. هغه پلرونه، وروڼه، زامن او ملګري چې هره ورځ یې خپل ژوند په خطر کې اچاوه تر څو نورو سره مرسته وکړي.»
په اعلامیه کې زیاته شوې: «دغه برید په خلا کې نه دی شوی. موږ پر نړېوالې ټولنې غږ کوو چې حماس په سملاسي توګه د دغه بې مورده برید په خاطر محکوم کړي.» اعلامیه کې راغلي حماس «زموږ خلکو پر ضد چې صرف فلسطینیانو ته غذايي مرستې رسوی، ګواښ جاري ساتلی.»
نور ولولئ: حماس وايي د مرستو د وېش پرمهال ۳۰ تنه وژل شوي خو د غزي بشري بنسټ ېې ردوي
اسرائیل د نژدې درو میاشتو له پاره غزې ته د مرستو انتقال درولی وو چې په ادامه ېې د غزې بشري سازمان تېره میاشت په غزه کې پر فعالیت پیل وکړ. جي اچ اف وروسته له هغې فعالیت پیل کړ چې ملګرو ملتونه او نور نړېوال سازمانونه غزې تړانګې ته له مرستو رسولو منع کړل شول.
امریکا او اسرائیل وايي د غزې بشري بنسټ له جوړولو ېې موخه د بشري سازمانونو له مرستو د حماس د جنګیالیو لاس لنډول دی. اما د دغه سازمان له خوا د مرستو ویش پر یوه جنجالي موضوع بدل شوی دی. پر دغه سازمان د ملکیانو ژوند په خطر کې اچولو او د بې پرې مرستو معیارونو د نقضولو تورونه لګېدلي دي.
له آرشیف څخه (13.10.2023 ):